خواړه روغه سټه

د تورو چایو اړینې ګټي

۱: د تورو چایو څخه په منظمه توګه ګټه اخیستل زموږ د زړه ناروغي ته ګټور تمامېدلای شي نو هغه څوک چې ډېر تور چای څښي د زړه عروقي ناروغیو باندې ډېر کم اخته کیږي.

۲: د ماشومان د نس ناستي په ناروغي اخته وي یا هم لویان نو د ورځي څو ګیلاسه ګاټه توري چای دې وڅښي ځکه چې په روده باندې هم اغېزه کوي او دا ناروغي هم لمنځه وړي.

۳: هضم لپاره ډېر ګټور دي او د بدن سیسټم باندې مثبته اغېزه کوي ځکه چې توري چای د التهابو ضد دي.

۴: په نیواورلان کې د امریکا د زړه د انجمن د څېړنې له مخي چې ترسره شوې ده هغه څوک چې تور چای څښي نو کولای شي خپل د بدن غوړ ښکته راولي، چې دا مرض د زړه د حملې سبب کیږي نو هغه څوک چې په ورځ کې ۳ یا ۴ ګیلاس چای څښي نسبت هغه چاته چې هیڅ چای نه څښي د زړه حملې په ناروغۍ لږ اخته کیږي.

۵: د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي، که څوک ډېري چای وڅښي په ځانګړي توګه ښځي نو د سینې سرطان مخه نیولای شي ځکه چې سرطاني سلولونه لمنځه وړي.

۶:د حساسیت سره مبارزه کوي که په اوري کې یا هم په ژمي کې که د کوم څه سره حساسیت وکړو نو د هغه مخنیوی کوي، ځکه چې توري چای فلاونوئیدونه لري.

۷: توري چای د سر درد لپاره، معده پاکولو کې، د وینې تصفیه کې، د خولې د بد بوی لپاره همداسي نورو برخو کې ګټه لري.

تقریبا ۸۰ سلنه وګړي له تورو چایو څخه ګټه اخلي، سربېره په دومره ګټو ځیني زیانونه هم لري.

له حد نه ډېري د تورو چای څښل موږ داسي کوي لکه معتاد، او که موږ له نهاره وروسته یا هم ماښام کې باید ونه څښو ځکه زموږ هضم کمزورۍ کوي خو په نورو وختونو کې بیا پروا نه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.