تر لمر چټک خپرېدونکی "بلک هول " کشف شو!

د اسټرالیا نړیوال پوهنتون پوهانو موندلي چې په خلا کې داسې “بلک هول/ black hole ” موجود دی چې په چټکۍ سره خپرېږي او ورځ تر بلې د لمر په اندازه پراخېږي.
د اسټرالیایي پوهانو د څېړنو له مخې، په فضاء کې تر ټولو لوی بلک هول “اېبل/ able ” ـ ۸۵ اندازه لري چې تر لمره ۴۰ چنده  لوی دی که څه هم د “G ۲۱۵۷ ” په نامه بلک هول تر لمره ۳۴ بیلیونه لوی دی.
د پوهانو په وینا، دا بلک هول په چټکۍ سره پراخېږي او روزمره زمونږ د لمر په اندازه لویېږي چې د تېري میاشتي د اندازې دوه چنده پراخ شوی دی.

هغوی وایي، که چېرته د بلک هول لوږه دغسې دوام ولري یعني همداسې په چټکۍ سره لوی شي؛ نو زمونږ په کهکشان کې دوه برخې ستوري به وخوري.
د یادونې وړ ده چې د کائناتو په رازونو کې یو راز هم د بلک هول دی چې د پېژندلو او پرې پوهېدلو لپاره یې ګڼ شمېر ساینس پوهان په څېړنو لګیا دي.
بلک هول/ black hole د کایناتو له هغو اسرارو څخه دی چې ډېر نومونه ورکړل شوي دي. کله یې له یوه کایناته بل ته د تګ لار بولي او کله یې هم د مرګ ترخه ګڼي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ