کابل کې د تورو پیشو ګانو بازار تود شوی

راپور: پیک څېړنیز خبري اژانس ژباړه: بشر دروېش ( یاران وېب پاڼه)
پوهیږئ، چې کابل کې د تورو پیشو ګانو بازار ډېر تود شوی؟
په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې خلک وایي، چې د نورو ژویو په شان د تورې پیشو بازار سخت تود شوی.
د کابل ښار د څلورمې ناحیې اوسیدونکی حامد( مستعار نوم) له دې کبله چې پوهیږي دغه کاروبار یې ناقانونه دی، له پیک سره مرکې ته حاضر نه شو.
هغه همدومره وویل:

موږ یوه توره پیشو ان تر درې زرو ډالرو اخلو او خرڅوو.

د دغه کاروبار یو بل سوداګر، چې له پروان ولایت څخه یې د خپلې  تورې پیشو یوه ویډیو هم د پیک خبریال ته لیږلې وایي: پیشو ګانې مختلفې ځانګړنې او توکمونه لري، د تورې پیشو ځانګړنې بیخي جلا دي. دغه پیشو ګانې ان په څو مترۍ کې د موبایل او انټرنیټ سیګنل بندوي.له دې کبله په دوه درې لکه افغانیو خرڅیږي.
د یوې مخابراتي شبکې کارکوونکی حشمت الله وایي، چې د مخابراتي شبکو په تر پوښښ لاندې سیمو کې د تورو پیشو ګانو موجودیت د موبایلونو د سیګنل پرې کیدو سبب ګرځي.
خو دا چې په دې مسئله کې څه راز نغښتی، په دې اړه په انټرنیټي سرچینو کې ویل شوي چې د تورې پیشو په اړه له پخوا نه خلک مختلف عقاید لري.
یوه عقیده دا ده، چې خلک توره پیشو د بد چانسۍ او شیطانت وسیله ګڼي او بله دا چې خلک له پیشو ګانو سره وخت تېرول په ښه پال نیسي.
خو د امریکا د کلارادوی پوهنتون څېړونکو په ۲۰۱۳ کې د تورې پیشو په اړه ورته باورونه ټول خرافات او بې اغېزې ګڼلي.
له بلې خوا یو شمېر کاروباریان د فیسبوک ټولنیزې رسنۍ په وسیله د تور لړم، شوپرکو، غونډل او نورو تور رنګه شیانو عکسونه خپروي او وایي دا هم د تورې پیشو په شان قیمتي دي او زرګونه ډالره ګټه لري.
د ځینو کارپوهانو په باور دا کاروبارونه په هېواد کې د فقر او بې ثباتۍ له زیاتیدو سره پياوړي شوي او قانون ماتونکي او زورواکي د دغو چارو په وسیله د هېواد ملي شتمنۍ لوټي او بهر ته قاچاقوي.
د پوهنتون استاد او اقتصادي کارپوه صمیم صارم وایي: دا ژوندي موجودات له یوې خوا د هېواد د طبیعي او ملي پانګې یوه برخه دي، له بلې خوا ترې په طبابت او ان وسلو جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
ښاغلی صارم د دغو شیانو تور بازار د هېواد ملي پانګې ته د اندیښنې وړ ګڼي او په دې برخه کې حکومت د مخنیوي په هڅو مکلف یادوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا په دې اړه د سهار له نهو بجو د ورځې تر پایه د پیک خبریال ته په دې اړه ځواب ونه وایه.
 

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ