خواړه روغه سټه

د تریخ چای څښلو ۱۹ ګټې او خاصیتونه

ژباړه: نسیمه محمدي

معمولا له سهارنۍ خوړلو پرته، انسان تاند او تازه نه اوسي. ځیني خلک د تازه اوسېدو لپاره قهوې ته مخ کوي. ځینې نور بیا د قهوې پر ځای، د روغتیایي خواصو له امله، چای ټاکي. زیاتره خلک په دې باور دي، چې چای د قهوې په پرتله ښه دی. دلته درسره د تریخ چای په اړه خبرې کوو.

چای او قهوه د کافئین درلودونکي ، اصلي ماده، چې تاسې ويښ او سرحال ساتي، ده. دا دواړه کالوري لري خصوصا کله چې بوره، شیدې یا پېروی ورسره اضافه کوئ. ولې خلک له خوږې سره چای خوښوي؟ ځواب دا دې چې خوږه، ګنسوالی له سرڅخه لرې کوي. او شیدې؟ څوک کولای شي د شیدو او یا پېروي له خوند څخه په سهارنۍ کې تېر شي؟

د کالورۍ په اړه باید ووایو چې تریخ چای، په دې معنا دې چې زمونږ چای اصلا کالوري نلري. په هر حال، د هرې پیالې کالوري کولای شو د ډېرو سپکو ورزشونو په تر سره کولو لکه منډه وهل، پلی تګ او لامبو سره وسوځوو. یعنې له خوږې پرته د یوې پیالې کالوري، ستاسې پر روغتیا اغېز نه لري.

۱: د وزن کمښت

کله چې د وزن له کمښت څخه غږېږو، زمونږ هدف یواځې د بدن د غړو د تناسب لپاره د وزن کمښت موخه نده. بلکه روغتیا هم کولای شي د وزن د کمښت لامل وي. لکه څرنګه چې پوهېږو، چاغښت کولای شي د ډېری خطرناکو ناروغیو لکه د زړه حمله، شکر او داسې نورو لامل شي. په دې هم پوهېږو چې چای د وزن د کمښت سره مرسته کوي. زیاتره خلک فکر کوي یواځې شین چای کولای شي د وزن له کمښت سره مرسته وکړي مګر د چای وړتیا د وزن د کمښت لپاره، یواځې د شین چای پورې محدوده نده. کولای شو د تور تریخ چای څخه هم ګټه واخلو. البته، دا باید د ورځې په لړ کې په کافي اندازه ورزش کولو لکه ۶۰ دقیقې پلي تګ سره مل وي.

۲: د خولې او غاښونو د روغتیا لپاره

د Tea Trade ټولنې څېړنې بیانوي، چې تریخ چای د پلاکونو په کمېدو کې مرسته کوي. په دې معنا چې د تریخ چای څښل د غاښونو د دوړېدو او د باکتریاوو له ودې مخنیوی وکړي.

۳: د زړه د سلامتیا لپاره

د شین او تور چای په اړه ۲۰۰۹ کال کې تر سره شوې څېړنې ښايي هغه کسان چې روزانه کم تر کمه درې پیالې چای څښي، ۲۱٪ کم د سکتې سره مخ کېږي. دا معنا د تریخ او بې خوږې چای څښل د زړه روغتیا ډېروي او د قلبي عروقي ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

۴: له سرطان ناروغۍ څخه مخنیوی

ډېرې څېړنې دې پایلې ته رسېدلي په چای کې شته انتي اوکسېدان د سرطان په مخنیوي کې ډېر ګټور دی. د آمریکا د سرطاني ناروغیو یوې څېړنيزې موسسې څرګنده کړې د تخمدانونو د سرطان پېښې په هغو ناروغانو کې چې روزانه دوه پیالې تور چای څښي ۳۰٪ کم وو.

۵: د هډوکو له پوکۍ څخه مخنیوی

کله چې زړېږو، زمونږ هډوکي خپل تراکم له لاسه ورکوي. په هر حال، زیاتره څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي، چې تریخ چای څښل کولای شي د هډوکو تراکم وساتي او له پوکۍ څخه یې مخنیوی وکړي. دا مسئله ځکه امکان لري، چې چای د کلسیم ځای ناستي موادو لرونکی دی.

څنګه چې پوهېږو، کلسیم د هډوکو ډېر اړین ملاتړی دی. څېړونکي ادعا کوي وګړي په ځانګړي ډول له ۳۰ کالو لوړ عمر لرونکي د تور تریخ چای په څښلو سره کولای شي د هډوکو له کمزورۍ او اړوند ناروغیو مخنیوی وکړي.

۶: د شکر ناروغۍ خطر کمول

د دیابت یو له بالقوه عواملو څخه، غېر طبیعي میتابولیزم دی. دا پېښه هغه وخت رامنځته کېږي، چې شکر په سمه توګه نشي کولای په انرژۍ بدل او په وینه کې د قند د یون او خوځښت لامل ګرځي. په دې ډول شرایطو کې، تریخ چای کولای شي د میتابولیزم اختلال په لومړیو کې معالجه کړي.

۷: د دفاعي سیستم پیاوړتیا

له خوږې پرته د چایو څښل، د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لامل ګرځي. د تریخ چای څښل او د دفاعي سیستم پیاوړي کېدل د التهاب ضد اوسېدلو، چې د سلولونونو د طبیعي کړنې سره مرسته کوي، نسبت ورکوي.

۸: پارکینسون ناروغۍ چانس کموالی

پارکینسون یو ډول ناروغي ده  چې د بدن دفاعي او محافظ سیستم موخه ګرځوي. د پارکینسون مهمه نښه، د لاسونو رېږدېدل دي. دا ناروغي د استرس په پایله کې، د ژوند د ناوړه سبکونو او جېن له امله رامنځته کېږي. د سنګاپور په ملي پوهنتون کې یوې ځانګړې څېړنې ښودلې، چې په تور چای کې موجود کافئین د پارکینسون ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګټور دي.

۹: د نس ناستې درملنه

ثابته شوې، چې چای په کولمو کې د ګټورو باکتریاوو وده ډېروي. چای، په ځانګړی توګه تور چای هغه هم تریخ کولای شي د نس ناستې ناروغۍ درملنه وکړي. د چای دا وړتیا د پلې فنل له امله ده، چې د مضرو باکتریاوو له ودې څخه مخنیوی کوي. لکه څنګه چې پوهېږو، نس ناستې ناروغي د مضره باکتریاوو د شتون له امله رامنځته کېږي.

۱۰: ټيټ کلسترول

لکه څرنګه چې پوهېږوLDL  یا بد کلسترول زمونږ روغتیا لپاره زیان لري. په هر حال، ځینو زمونږ څخه په دې مسئله پوه نه یو، چې زمونږ د ژوند بڼه او خوړنیز رژيم کولای شي د LDL  د ډېرښت څخه لامل شي. دا کړنه کولای شي د زړه د ناروغیو لامل شي ځکه چې لاهم کلسترول د قلبي ناروغیو اصلي لامل دی.

۱۱: د استما کمېدل

د استما ناروغیو ښه کېدل د تریخ چای له مهمو خاصیتونو څخه دي ځکه چای د التهاب ضد خاصیت درلودونکی دی. استما هغه حالت دی چې د سږو د پړسوب او التهاب له امله پيدا کېږي. پړسوب او التهاب ساه اخېستل ستونزمنوي. په داسې وضعیت کې د تریخ تور چای څښل کولای شي د استما علایم کم کړي ځکه د کافئین لوړه کچه د سږو کار آسانوي.

۱۲: د هضمي کانال د روغتیا ساتل.

۱۳: آرامتیا.

۱۴: انرژي تولیدول.

۱۵: د فشار ټيټول.

۱۶: د آزادو رادیکالونو کنترولول.

۱۷: له آلزایمر څخه مخنیوی.

۱۸: د مغز ښه فعالیت سره مرسته.

۱۹: د خُلق او خوی ښه کېدل.

د تریخ چای په اړه لارښوونې

څرګنده ده چې په خوږه او شیدو کې موجوده کالوري تریخ چای له منځه یوسي. غوره ده زده کړئ چې د تریخ چای له څښلو څنګه خوند واخلئ. د آسیا خلک دا چاره په ښه توګه سرته رسوي ځکه دوی له کم چای او بې شیدو چای څښلو سره عادت لري. مګر د غربي هېوادونو وګړي، عادت لري د سهارچای تریخ، خوږ له شیدو او پېروي سره وخوري. د تریخ چای څښل ممکن ستاسې د خولې او معدې د بد احساس لامل شي. د تریخ چای سره عادت کولو لپاره اړینه نده مستقیم تریخ او تور چای ته مخه کړئ. کولای شئ د لږ خوږ شوي چای سره پیل وکړئ، ورو ورو د تریخوالي په لور لاړشئ. په دې سره به د تور چای تریخ خون ورو رور ومنئ.

همدارنګه کولای شئ خوږ چای مو له شیدو پرته وڅښئ او لږ لږ خوږه ترې کمه کړئ تر هغو چې له خوږې ګټه اخېستل مو بیخي کم شي. روزانه کم تر کمه دوه پیالې تریخ چای وڅښئ او له ګټو برخمن شئ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.