ادبیات پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان

بیټ نیکه «پېژندنه»؛ ستر روحاني شخصیت

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

بیټ نیکه، چې په ځینې پخوانیو کتابونو کې د شیخ بیټني او شیخ بټن په نامه یاد شوی، د پښتنو قبایلو د لرغونو مشاهیرو له جملې څخه دی.

د هغه ژوند مورخینو له  ۳۰۰ هجري تر ۴۰۰ هحري تخمین کړی. له ټولو څخه پخوانی کتاب چې د نوموړي په هکله معلومات ورکوي هغه د سلیمان ماکو تذکرة الاولیا کتاب ده، چې د اوومې پېړۍ په لومړیو شلو کلونو کې یانې وروسته له  ۶۱۲ هجري څخه لیکل شوی.

ماکو لیکي:

شیخ بیټنې د «کسی» په غرونو کې اوسېده. او هلته تل د خدای تعالی په عبادت بوخت و او ډېره وخت به یې روزه نیوله.

د شیخ مشر ورور سربن نومېده چې ډېر په شیخ ګران و، په عین حال کې یې اولاد نه درلود. شیخ خپل زوی اسماعیل هغه ته بخشش کړ چې د ورور په کور کې یې لوی شه. خدای ج د اسماعیل په برکت سربن ته ډیر اولادونه ورکړل.

ویل کېږي چې شیخ بیټني به تل دا دعا کوله چې خدایه زموږ په کورنۍ زما او د ورونو په اولادونو کې برکت کړه!خدای تعالی یې دعا قبوله کړه، چې اوس اکثریت پښتانه قبایل دوی ته منسوب کېږي، چې په بیټني، سربني او غرغستي نومونو یادېږي.

همدارنګه نعمت الله هروي د مخزن افغاني لیکونکی هم د تذکرة الاولیا خبر تائید کوي او لیکي:

سربن د شیخ مشر ورور او ډير بې بضاعته و او پر دې سربېره یې زوی هم نه درلود. د دې لپاره خپل ورور ته راغی او ورته ویې ویل چې ستا دعا قبلیږي، نو ولې زما لپاره دعا نه کوي. شیخ ورته وویل زما زوی درسره یوسه او د هغه په وسیله به د اولاد او مال څښتن شې. کله چې اسماعیل لوی شو، خدای د ده ډېر عبادت او ریاضت ته په کتلو د ولایت مقام ورکړ. د شیخ اسماعیل زیارت د سلیمان په غرونو کې موقعیت لري. په داسې حال کې چې د بیټ نیکه د ژوند په هکله پوره معلومات نشته، د تذکرة الاولیا او مخزن افغاني په نقل داسې ویلی شو چې بیټ نیکه د سلیمان په غرونو په لمنه کې اوسېده، پر دې سربېره چې د قبیلې پیشوا و، یو علمي او عرفاني شخصیت او یو نامتو ولي و.

بیټ نیکه پر دې سربېره چې یو روحاني شخصیت و، د پښتو ژبې شاعر هم و، له بده مرغه چې د اشعارو دیوان یې زموږ په لاس کې نشته چې د ژوند حالات یې ذکر کړو، یوازینی شعر یې تذکرة الاولیا د زمانې له ګزند څخه امن کړی او تر موږ یې رارسولی.

لویه خدایه لویه خدایه ستا په مینه په هر ځایه

غر ولاړ دۍ درناوی کې ټوله ژوي په ځارۍ کې

دلته دي د غرو لمنې زموږ کیږدۍ دي پکې پلنې

دا وګړي ډیر کړې خدایه لویه خدایه لویه خدایه

دلته لګ زموږ اور بل دۍ ووړ کور ګی دۍ، ووړ بور جل دۍ

مینه ستا کې موږ میشته یو بل د چا په مله تله نه یو

هسک او مخکه نغښته ستاده د مړو وده له تاده

دا پالنه ستا ده خدایه

دا چې د نوموړي د ژوند کارنامو او مرګ په هکله دقیق معلومات نه لرو، د ملي او تاریخي اسنادو له مخې دی د یوه روحاني شخصیت په توګه پېژنو او د نیکه په لقب چې په ټولنه کې د احترام مظهر دی، ستایو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ