ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه کرونا

د کرونا په اړه د بيل گيتس نظر څه را زده کوي؟

  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

زه باور لرم کوم څه چې پېښېږي د هغه شا ته معنوي موخه لري، له هغه پېښې څخه که څه زموږ ښه برداشت وي که بد.
هغه څه چې کرونا ویروس یې له موږ سره ترسره کوي، د هغه په هکله خپل نظر درسره شریکوم.

۱ـ دا ویروس را یادوي چې موږ ټول یو برابر یو، که د هر مذهب، ټولنې، مالي وضعیت او شهرت خاوند هم وو، خو دا ویروس ټولو ته ورتلونکی دی، ښايي موږ هم همدا کار ترسره کړو. که زما پر خبرې باور نه لرئ، د هنکس څخه پوښتنه وکړئ.

۲ـ موږ ته دا را یادوي چې ټول وصل او یو ځای یو. او هغه څه چې پر یو انسان اغېزه پرېږدي، پر بل یې هم پرېښودای شي. موږ ته را یادوي کوم غلط مرزونه چې موږ ټاکلي، ډېر ارزښت نه لري، ځکه چې دا ویروس پاسپورټ ته اړتیا نه لري. دا ویروس موږ ته هغه کسان را یادوي چې تل د ظلم او شکنجې لاندې وي.

۳ـ موږ ته رایادوي چې روغتیا مو څومره ارزښت لري. او موږ تل د خرابو خورو خوړلو او ناپاکه اوبو څښلو له امله خپل روغتیا خرابوله. که موږ خپل د روغتیا په هکله فکر ونه کړو، نو تل به ناروغه وو.

۴ـ موږ ته دا رایادوي چې ژوند څومره لنډ دی او تر ټولو اړین کار دا دی چې له نورو، خصوصاً د ډېر عمر او ناروغو سره مرسته وکړو. زموږ موخه د کاغذي دستمال رانیول نه دي.

۵ـ موږ ته دا رایادوي چې زموږ ټولنه څومره ماده‌ګراه شوې ده او د سختۍ پر وخت باید لومړۍ اړتیاوې پوره کړو، لکه اوبه، ډوډۍ او دوا نه دا چې یوازې خبرې وکړو او هغه خبرو ته ارزښت ورکړو.

۶ـ موږ ته رایادوي چې کور او کورنۍ څومره ارزښت لري او څومره له هغوی څخه بې خبره وو. دا ویروس موږ یې خپل کورونو ته بيولي یو، چې خپل د کورنۍ یووالی ټينګ کړو.

۷ـ موږ ته دا را یادوي چې زموږ اصلي کار زموږ دنده نه ده. دنده هغه څه ده چې موږ یې ترسره کوو، نه هغه څه چې موږ یې د هغه لپاره دې نړۍ ته راغلي یو. زموږ اصلي کار یو د بل څخه ساتنه ده او یو د بل سره مرسته ده.

۸ـ موږ ته را یادوي چې خپل نفس کنټرول کړو. را یادوي یې که موږ فکر وکړو یا هم نور وګړي چې موږ لوی یو خو نه یو، یو ویروس هم موږ لمنځه بوتلای شي.

۹ـ موږ ته رایادوي چې اداره او ځواک زموږ په لاس کې نه دي. موږ کولای شو چې یو بل سره مرسته وکړو، وبخښو، ووېشو، یا وټاکو چې ځان غوښتونکې اوسو، احتکار وکړو، یا هم یوازې خپل ځان څخه ساتنه وکړو، خو یوازې په سختیو کې هر انسان خپل رښتنې څېره ښکاره کوي.

۱۰ـ موږ ته رایادوي چې کولای شو چې صبر وکړو، یا هم وډارېږو. کولای شو چې درک یې کړو چې داسې شرایط راغلي او دا به هم تېر شي، او یا و ډارېږو چې نن د نړۍ اخره ورځ ده او په پایله کې تر ګټې مو تاوان به مو ډېر وي.

۱۱ـ موږ ته رایادوي چې دا شرایط کېدای شي یوه پایله یا هم یو نوی پیل وي. کېدای شي یو د درک او زغملو وخت وي، یا هم د غلطیو زده کول، او یا هم داسې یو څه وي او دوامداره وي، چې موږ ورڅخه یو څه زده کړو.

۱۲ـ موږ ته رایادوي چې د ځمکې کره ناروغه ده. باید هرې خواته مو پام وي څه د ځمکې خالي ځای څه ډک او څه هم ناروغه برخه. موږ ناروغه یو د دې لپاره چې زموږ کور ناروغه دی.

۱۳ـ موږ ته رایادوي چې د هري سختي وروسته اساني هم شته. ژوند یوه څرخه ده، نو اړتیا نشته چې وډارېږو دا هم تېریږي.

په داسې حال چې ډېري خلک کرونا ویروس یوه لویه فاجعه ګڼي، خو زه وایم چې یو لوی اصلاح‌کوونکې یې وګڼو. کوم څه چې موږ ته لېږل شوي او موږ هغه درسونه چې له یاده ایستلي اوس بیرته موږ ته رایادوي او دا بیا تر موږ پورې تړلې ده چې څه ترې زده کوو که نه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ