سپورټ کرکټ

د بېګ باش لیګ هره لوبډله کې درې بهرني لوبغاړي لوبېدلی شي

د بېګ باش لیګ په یوولس کسیزه لوبډله کې، هره لوبډله کولای شي، یوازې درې بهرني لوبغاړي ولوبوي.

مخکې په دې تړاو داسې کوم اصول نه و، چې یوه لوبډله څومره بهرني لوبغاړي لوبولی شوای؛ خو اوس یې ورته تازه اصول جوړ کړي دي.

هره لوبډله کولای شي، چې ۱۹ لوبغاړي وپېري: خو کله چې یوولس لوبغاړي لوبېږي، نو یوه لوبډله کې کولای شي، درې بهرني او ۸ اسټرالیایي لوبغاړي ولوبوي.

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ مشر روزونکي الېسټېرډابسن وایي، دوی به لسم پړاو بېګ باش لیګ د ډېسمبر په ۳ یمه نېټه په اسټرالیا کې د اته لوبډلو په شتون کې پیل کړي، د ده په وېنا دوی پوهیږي، چې مینوال یې د نړۍ مشهور لوبغاړي غواړي، چې په لوبډلو کې ولوبېږي.

هغه زیاته کړه، چې دوی د نړیوالو دا غوښتنه هم پوره کړي او د نړۍ مشهور لوبغاړي لکه ډېوېډملن، راشدخان، محمد نبي عیسی خېل او ځینې نور واخېستل شول او خپلو لوبډلو رېټېن کړل.

هغه لوبغاړي چې لوبډلو یو ځل بیا اخیستي هغوی ته به د هغو قیمتونو له مخې پېسې ورکول کېږي، چې په کومو قیمتونو تېر کال اخېستل شوي وو.

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ مشرانو ویلي چې دوی خپلو کرکټ کلبونو ته اجازه ورکړي، چې ترڅو بهرني تکړه لوبغاړي استرالیا ته راولي او دلته یې بیا بېګ باش لیګ کې ولوبوي.

د بېګ باش لیګ لسم پړاو د ډېسمبر په ۳ یمه پېلېږي او د ۲۰۲۱ د فبروري تر ۶ مې غځېږي.

په دې لیګ کې د راشدخان او محمدنبي شتون یقیني دی، یو یې اډیلایډ سټرایکرز او بل یې مېلبورن رېنېګېډز اخېستی دی.

خو د قیس احمد په اړه ویل شوي، چې د هغه پرځای به اسټرالیایي لوبغاړی ولوبول شي.

د مجیب الرحمن او ظاهرخان د بیا اخېستلو په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د کرکټ اړوند

د انګلستان کرکټ لوبغاړو ومنله چې د کال به پنځلس سلنه پېسې د دوی له تنخواوو ګرځول کېږي او د کرونا ویروس د مبارزې په خاطر به لګول کېږي.

انګلستان هغه هېواد دی چې په اروپا کې کرونا ډېر ځپلی او اوس یې کرکټ لوبغاړي هڅه کوي، چې خپل معاشونه له خلکو سره د مرستې په پار راکم او خلکو ته ورکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ