مارچ 6, 2021

هغه لوی زيان چې کرونا وېروس د باليووډ سېنما ته اړولی

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د هند سېنماوي يوه مياشت نوري هم تړلي پاتېږي.
پداسي حال کې چي د هند حکومت پرون د کرونا وېروس له کبله د قرنطين څخه د راوتلو دريمه مرحله پلې کوله يو ځل بيا يې د سېنما تالارونو،رستورانتونو ،تفريحي پارکونو او ورزشي فعاليتونو ته اجازه ورنکړه.
د هند د کورنيو چارو وزير ويلي چې ټول هغه ځايونه لکه عبادت ځايونه، سياسي ،ورزشي او نور هغه فعاليتونه چې د خلکو د راټولېدو لامل کېږي فعاليت نسي ترسره کولای.
دا څو ورځې وړاندي د هند د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړی وو چې د اسد د ۱۱ څخه د سنبلې تر نهمي کولای سي چې سېنماوي بيرته فعاليت پيل کړي.
دې پرېکړي د هند سېنما ته سخته ضربه رسولې پداسي حال کې چې د سېنما اکثريت لوبغاړي په دې باور وه چې پرون به د دوی فعاليتونو ته بيرته اجازه ورکړل سوې وای.
تر اوسه په هند کې ۱.۶ ميليونه کسان په کرونا وېروس اخته سوي چې ۳۵۰۰۰ کسان يې له امله مړه سوي او هره ورځ پدې هيواد کي ۴۷۰۰۰ کسان په کرونا وېروس اخته کېږي.
د سېنما پريس د مالوماتو له مخې د تېرو ۴ مياشتو راهيسي چې د هند سېنما کارونه په ټپه درېدلي ،دا سېنما په ترټولو بد حالت کې ده ،او ۱۰ ميليارده کروړه چې ۱۴۶ ميليونه ډالره کېږي زيان يې ليدلی.
ويل کيږي چې د هند سېنما د ۲.۷ ميليارد ډالرو ارزښت لري.
اوسمهال د باليووډ اړوند ټول فلمونه په انلاين ډول خپريږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي