سلمان خان د بګ باس د ۱۳ پړاو دومره پریمانه پیسې اخلي !

د هندي سینما وتلی ستوری سلمان خان د بګ باس ۱۳ پړاو کې تر ټولو د زیاتو پیسو اخیستونکی دی.
د بالیوډ فلم ستوری سلمان خان په فلمونو کې هسې هم د سلطان په نامه مشهور دی خو اوس داسې معلومیږي چې د ټلویزیون د پرواګرامونو هم بې تاجه باچا دی.
د سلمان خان د کوربتوب له امله په اوس وخت کې بګ باس په هند کې تر ټولو د ډېرو مینوالو لرونکی واقعي بڼي لرونکي( رئیلیټي شو) ده.
همدا لامل دی چې د دغه ټلویزیوني پروګرام جوړونکي غواړي چې کال د دغه پروګرام کوربه سلمان خان وټاکي او سلمان خان له دوی څخه د هر تېر ځل په پرتله ډېرې پيسې غواړي.
ایکسپریس نیوز د هندي رسینو له قوله ویلي بګ باس ۱۳ پړاو کوربتوب هم سلمان خان په خپله کوي او د هر کال په څېر سږ یې هم د لا ډېرو پيسو غوښتنه کړې ده.

د فلم دغه مشهور ستوری سلمان خان په بګ باس کې هره ورځ نه، بلکې اونۍ کې دوه ځلي راښکاره کیږي او کوربتوب یې کوي او د هرې اونۍ به ۳۱ کروړه روپۍ اخلي.
په دغه پړاو کې به سلمان خان د ۱۳ اونیو پورې راښکاره شي او ټولې به ۴۰۳ کروړه هندي روپۍ واخلي چې د تېر کال نه زیاته ګټه ده.
د یادولو ده چې په هندي سینما کې ځيني د فلم ستوري ۱۳ یا ۱۴ کروړه د فلم اخلي په داسې حال کې چې سلمان خان د بګ باس د ۱۳ پړاو د یوې اونۍ ۱۳ کروړه اخلي.