په بېګ باش کريکټ لیګ کې پنځه لوبډلې پایلوبې ته نږدې شوي.

د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ یا بي بي ایل سیالۍ چې د ۲۰۱۹م د دېسمبر په ۱۷مه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوې دي، چې د دوشنبې پر ورځ د جنوري په ۲۷ مه یې ۵۶ مه لوبه د مېلبورن رېنېګېډز او برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډې وکړې، چې مټ رېنشاو پکې ۶۵ منډې جوړې کړې دي.
محمدنبي عیسی خېل په ۴ اورونوکې ۲۳ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.
مېلبورن رېنېګېډز کرکټ لوبډلې نوموړی هدف په شلم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د اېرون فېنچ د ۶۳ ناسوځېدلو منډو او د محمدنبي عیسی خېل د ۳۸ ناسوځېدلو منډو پرمټ پوره کړ او برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې لوبډلمشر اېرون فېنچ ونومول شو.
د لوبډلو د لومړي پړاو خواري او د نومرو په جدول کې یې مقامونه
مېلبورن سټارز لوبډله د شل نومرو په لرلو سره لومړۍ، سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله د ۱۹ نومرو په لرلو سره دویم، اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډله د ۱۷ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم، هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډله د ۱۳ نومرو په لرلو سره څلورم، سېډني تندر کرکټ لوبډله د ۱۳ نومرو په لرلو سره پنځم ځای خپل کړی، پېرت سکارچرز کرکټ لوبډله د ۱۲ نومرو په لرلو سره شپږم، برېسبېن هیټ کرکټ لوبډله د نومرو په جدول کې ۱۲ نومرې لري، اووم او مېلبورن رېنېګېډز کرکټ لوبډله د ۶ نومرو په لرلو سره وروستی مقام خپل کړی دی.
په نهم پړاو بېګ باش کرکټ لیګ کې ۵ افغان لوبغاړي ولوبېدل.
مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین له برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې سره ولوبېدل، قېس احمد له هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې سره ولوبېد، راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې سره او محمدنبي عیسی خېل له مېلبورن رېنېګېډز کرکټ لوبډلې سره ولوبېد.
د جنوري په ۳۰ مه د پنجشنبې په ورځ د دې لوبو وروستۍ مهمې سیالۍ ترسره کېږي.
د بېګ باش کرکټ لیګ پړاوونه او ګټونکې لوبډلې یې
بېګ باش کرکټ لیګ په ۲۰۱۱م کې تاسیس شو، چې لومړی پړاو یې ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کلونو کې ترسره شو، چې سېډني سِکسرز کرکټ لوبډلې وګاټه او پایلوبه کې یې پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.
په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳م کلونو کې یې دویم پړاو ترسره شو، چې برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې وګاټه او پېرت سکارچرز لوبډلې ته یې ماته ورکړه.
په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کلونو کې یې درېیم پړاو ترسره شو، چې پېرت سکارچرز له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې پایلوبه وګټله او اتلولي پېرت لوبډلې یوړه.
په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ م کلونو کې یې څلورم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې وګټله او په پایلوبه کې یې سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې یې پنځم پړاو وشو، چې اتلولي یې سېډني تندر لوبډلې وګټله او په پایلوبه کې یې مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.
په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو کې یې شپږم پړاو ترسره شو، چې پایلوبه کې پېرت سکارچرز لوبډلې، سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه او د درېیم ځل لپاره اتلولي سکاچرز لوبډلې یوړه.
په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلونو کې یې اووم پړاو وشو، چې اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې وګاټه او پایلوبه کې یې هوبرټ هرېکېنز کرکټ ټیم ته ماته ورکړه.
په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کلونو کې یې اتم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې وګټله او مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې ته یې ماته ورکړه.
سږ کال یې نهم پړاو روان دی او د فبروري په اتمه نېټه یې پایلوبه کېږي، چې اتله لوبډله به یې هم د فبروري په اتمه نېټه په ډاګه شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي