سرسکالو سیاست له نړۍ

جوبایډن له ځانه سره سپي هم سپینې ماڼۍ ته وړي

لیکنه: مهر تاج

د متحده ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر “جو بایډن” په ښي پښه کې د ویښته په اندازه درز یا ماته شوې ده، چې ډاکټرانو ورته د څو اونیو لپاره د واکنګ بوټ (قدم وهلو/ سپورتي بوټانو) کارولو مشوره ورکړي.

د جو بایډن دفتر په حواله، د متحده ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر “جو بایډن” د شنبې په ورځ ټپي شو ، چې له امله یې د متحده ایالاتو ولسمشر پرون په نیویارک کې د ارتوپيډیک متخصصینو سره وکتل.

ډاکټر کیون او کونر د CTC سکین په کولو سره د بایډن پښه کې فریکچر تصدیق کړ او ویې ویل، چې بایډن ممکن د څو اونیو لپاره د قدم وهلو بوټ ته اړتیا ولري.

که څه هم ډاکټران وايي، چې د متحده ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن پښه کې مسمان معمولی دی او پدې اړه د اندیښنې کومه خبره نشته.

د رسنیو راپورونو په حواله، د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د خپل سپي “مېجر” سره د لوبو په مهال خپله پښه ماته کړې.

بایډن غواړي خپل دواړه سپي “چمپ” او “مېجر” له ځان سره سپینې ماڼۍ ته بوځي.

له بلې خوا ، ډونلډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشر منتخب جو بایډن د زر رغیدو لپاره خپله هیله مندي څرګنده کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ