اپریل 11, 2021

د امریکا استخباراتو جوبایډن ته ورځني معلومات ورکول شروع کړي

Advertisements

د امریکایي رسنیو په حواله، استخباراتي ادارو جو بایډن ته معلومات ورکول پیل کړي دي. استخباراتي ادارې نوی منتخب شوی ولسمشر واک ته د رسیدو سره سم له وضعیت/حالاتو څخه خبر ساتي.
د “اریزونا” ایالت هم د بایډن په حق کې پریکړه کړې. د اریزونا جمهوري ریاست والي”ډګ دوسي” هم تایید کړه او ټاکنې یې رڼې اعلان کړي.
د “ویسکانسن” او “اریزونا” ایالتونو لخوا د بایډن د بریا تایید د ډونلډ ټرمپ لپاره یو بل ګوزار دی. دوی هڅه کوله، تر څو د شپږو ایالاتو مخه ونیسي چې د دوی د پایلو تصدیق وکړي، خو دوی په ټولو کې د ماتې سره مخ شو.
بل لوری، د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ لاهم د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنو پایلو سره مبارزه کوي، نوموړی چمتو نه دی، چې هغه پایلې ومني، په کومو کې چې هغه د یوې لویي ماتې سره مخ شوی دی.
دا ځل هغه په ​​یوه ټویټ کې د “اریزونا” پر والي نیوکه وکړه. دۀ لیکلي، چې د اریزونا د جمهوري ریاست والي “ډګ دوسي” باندې اخر څه شوي؟ ټاکنې د رایې ورکوونکو د درغلیو قضیو د اوریدلو پرمهال تایید شوې وي.
ټرمپ ویلي، چې جمهوري غوښتونکي به تل دا په یاد ولري، چې دیموکراتان ولې ګټلو لپاره دومره په بیړه کې ؤو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

لیکوال: بشر درویش - برخه : افغانستان

Advertisements ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې ... نور ولولئ