ټیسټ لوبډله کې پر نه اخیستل کېدو بنوېشور کُمار غبرګون ښوودلی

هند کرکټ ملې لوبډله د سریلانکا سره د دریو یو ورځنو او دریو بیا شل اوریزه لوبو ترڅنګ، د ټیسټ لوبو اتلولیو پایلوبه د نیوزیلینډ سره په انګلستان کې او د انګلستان سره په انګلستان کې ټیسټ لوبې لري، چې یادو دوو سفرونو ته هند کرکټ بورډ څو ورځې مخکې دوې جلا ـ جلا لوبډلې اعلان کړې.

 

د سریلانکا پر وړاندې درې یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو ته اعلان شوې لوبډله

 

شکرداوان، پریتوي شوا، پارډیکال، سوریا کُمار یاداو، منیش پانډې، شېریاز آیر، هارډیک پانډیا، کورنال پانډیا، راهول تیواتي، شېوام دوبي، یوزیندرا چاهال، راهول چاهار، راون چکراورټي، بنوېشور کُمار، ډیپک چاهار، هارش پټېل، چتن سکریا، نودیپ ساین، سنجې سېمسون او ایشان کیشان.

 

د ټیسټ اتلولیو او انګلستان پر وړاندې ټیسټ لوبو ته اعلان شوې لوبډله

 

ویراټ کوهلي، اجینکا رهاني، شوبمن ګېل، میانک اګروال، لوکیش راهول، چیتیشور پوجارا، ریشپ پنټ، وریدیمن ساها، هنوما ویهاري، واشنګټن  سوندر، رویندرا جدیجا، روي چندرن اشوین، شاردول ټاکور، اکشر پټېل، ایشانت شرما، محمد شامي، محمد سراج، اومیش یاداو او جسپریت بومرا.

 

په ټیسټ لوبډله کې پر نه اخیستل کېدو د بنوېشور کُمار غبرګون

 

هند کرکټ ملې لوبډله په انګلستان کې د نیوزیلینډ پر وړاندې د ټیسټ اتلولیو پایلوبه او له هغه وروسته بیا انګلستان سره ټیسټ لوبې ترسره کوي، چې یادو مهمو لوبو ته هند کرکټ بورډ بنوېشور کمار نه دی اخیستی.

دې بورډ بنوېشور کُمار د سریلانکا پر وړاندې دریو یو ورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو ته اخیستی دی او ددې ترڅنګ یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي، چې بنوېشور کُمار د ټیسټ کرکټ څخه تقاعد شوی او نور نشي کولای ټیسټ سیالۍ وکړې.

خو بنوېشور کُمار تازه پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې په دې تړاو غبرګون ښوودلی او ویلې یې دي، چې زه همېشه د درې واړه فارمټونو لپاره چمتوالی نیسم او دا کار به راتلونکي کې هم کوم.

 

 

هغه لیکلي:

«یو شمېر لیکني زما په تړاو سوي، چې نه غواړم ټیسټ کرکټ وکړم، ددې د سپیناوي لپاره غواړم ووایم، زه همېشه د درې واړه فارمټونو لپاره چمتوالی نیسم او دا کار به په راتلونکي کې هم وکړم.»

دا چې ددې لیکنې څخه د بنوېشور کُمار اصلي هدف د خلګو خبرو ته سپیناوی دی، خو اصل کي یې د هند کرکټ بورډ ته هم یو ډول غبرګون ښوودلی، چې د چمتوالي او ځلېدو سره ـ سره، چې ۲۱ ټیسټ لوبو کې یې ۶۳ ویکټې اخیستې، خو بیا هم د ټیسټ اتلولیو پایلوبې ته او د انګلستان پر وړاندې ټیسټ لوبو ته چې خورا مهمې دي نه دی اخیستل شوی.

 




وروستي مطالب