هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کلتور او هنر

جنسي تیري کوونکي باید اعدام شي. سنجي دت

هندوستان د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې دی چېرې چې د جنسي تیري پېښې زیاتې دي.

په وروستیو کلونو کې دغلته د جنسي تیریو ځینو پېښو هندي ټولنه ولړزوله او د سیاستوالو سربیره یې هنرمندان هم ددې ناوړه پدیدې پر ضد مبارزه کې لاس پکار کړل.

په دې لړ کې هندي سینما کې ځینو فلم جوړونکیو پر دې موضوع فلمونه جوړل کړل.

د هند د سینما وتلي اکټر سنجي دت چې له یو ځنډ وروسته بیرته سینما ته ستون شوی د ” بهومي “ په نوم راتلونکی فلم یې پر همداسې یوې موضوع دی.

د بهومي فلم جوړونکی اومنګ کومار دی او سنجي دت په کې د اکټرې ادیتې راو حیدري د پلار رول ترسره کوي.

د هندي سینما مینه والو ددې فلم د خپاره شوي ټرایلر هرکلی کړی.

په بهومي فلم کې سنجي دت د یو پلار رول ترسره کوي چې د خپل هغې لور لپاره مبارزه کوي چې یوې خواشینونکې حادثې یې ژوند ویجاړ کړی .

سنجي دت ددې فلم په اړه د خبرو پر مهال په هند کې پر هغه بحث هم خبرې وکړې چې د جنسي تیري کوونکو لپاره د اعدام د سزا په اړه له څو کلونو راهېسې روان دی.

سنجي دت وايي” هغوی چې پر چا جنسي تیری کوي باید هیڅ ډول ترحم پرې ونه شي. دا نه یوازې چې لوی جرم دی بلکې یو غیرې انساني عمل دی. جنسي تیري کوونکی باید اعدام شي.“

ټاکل شوې چې د سنجي دت ( بهومي ) د سیپټمبر په ۲۲ نیټه د سینما تالارونو ته رسما لاره ومومي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */