مارچ 3, 2021

بېت موني په شل اوریزو لوبو کې لومړۍ نمبر توپ‌وهونکې شوه

یاران سپورټس
د دوشنبې پر ورځ د مارچ په ۹مه د کرکټ نړیوالې شورا د ښځينه لوبغاړو د شل اوریزو لوبو د درجه‌بندۍ نوی نوملړ خپور کړی، چې دغه نوملړ کې د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبغاړې بېت موني تر لومړي مقامه رارسېدلې او د هندوستان ۱۶ کلنه لوبغاړې شفالي وېرما درېیم مقام ته لوېدلې ده.
بېت موني د استرالیا اوپنره یا پېلوونکې توپ‌وهونکې ده، چې نړیوال جام کې یې خارق‌العاده رول ادا کړ او استرالیا ته یې د پینځم ځل اتلولۍ ویاړ ورکړ.
د یکشنبې پر ورځ د مارچ په ۸مه چې د ښځو نړیواله ورځ هم وه، د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د هندوستان کرکټ لوبډلې ته د نړیوال جام پایلوبه کې په ۸۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې واخیسته.
د ښځينه لوبغاړو شل اوریزو لوبو درجه‌بندي
بېت موني په نړیوال جام کې په ۶ لوبو کې ۲۵۹ منډې وکړې، چې هره لوبه کې یې ۶۴ اوسط یا اورېج و.
هغې د نیوزیلېنډ خلاف کواټر فاینل لوبه کې ۶۰ منډې او پایلوبه کې یې د هند خلاف ۷۸ منډې وکړې.
بېت موني د ښې کار کرده‌ګۍ له امله د نړیوال ښځينه شل اوریز کرکټ جام اووم پړاو غوره توپ‌وهونکې هم ونومول شوه.
هغه د ښځینه کرکټ لوبغاړو په درجه‌بندۍ کې د ۷۶۲ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده.
د نیوزلینډ سوزي بېټس د ۷۵۰ نومرو په لرلو سره دویم، د هندوستان ۱۶ کلنه توپ‌وهونکې شفالي وېرما چې مخکې لومړي مقام کې وه اوس درېیم مقام ته لوېدلې ده.
هغې فاینل کې د اسټرالیا خلاف یوازې ۲ منډې وکړې او اوس یې نومرې ۷۴۴ دي.
د نیویلېنډ سوفي ډیواین د ۷۴۲ نومرو په اخېستلو سره څلورم ځای خپل کړی دی.
د مېچل سټارک مېرمنې الېسا هیلي ۷۱۴ نومرې اخیستي، پینځم ځای یې خپل کړی دی.
اسټرالیایۍ مېګ لنېنګ ۷۱۲ نومرې لري، شپږم نمبر توپ‌وهونکې ده.
سمرېتي مندانا د هندوستان توپ‌وهونکي د ۶۹۴ نومرو په اخیستلو سره اووم مقام کې ده، ویسټ انډیزۍ سټفاني ټایلر د ۶۶۱ نومرو په ترلاسه کولو سره اتم مقام کې ده.
جېمېما رودریګوز ۶۴۳ نومرې لري، نهم مقام کې ده او انګلستانۍ نتالي سېور د ۶۳۶ نومرو په لرلو سره لسم مقام کې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي