هغه ۶ لارې چې ستاسې په اړه د نورو له قضاوت کولو تاسې بې تفاوته کوي

تاسو کولای شئ په رښتینولۍ سره ووایاست چې تاسي خپل ددې لپاره چې نور خلک ستاسو په هکله څه فکر لري، وخت څومره ضایع کوئ؟
موږ ټوله تر یوه حده دې ته اهمیت ورکوو چې نور خلک زموږ په هکله څه فکر کوي او غواړو هغسي ژوند وکړو چې د نورو خوښ شي او زموږ شخصیت ته درناوۍ وکړي، خو باید له حد نه ډېر دا کار ونه کړو.
ايا تل داسي فکر کوی چې نور خلک زموږ په هکله څه وایي او یا ستاسو د جامو یا ظاهري بڼه په هکله، کوم پړېکړي چې کوی او یا هم کله چې کوم تصمیم نیسئ نو د نورو څخه نظر غواړئ تر څو ستاسو پړېکړه ومني؟ نو که تاسي دومره ډېر د نورو خلکو په هکله فکر کوی او اهمیت ورکوی، نو معلومداره خبر ده چې تاسي به یو بدمرغه ژوند ولری.
د لائوتزو یوه ښه وینا ده چې وایي، هغه فکرونه چې نور خلک یې ستاسو په هکله کوي اهمیت ورکړئ ترڅو تل د هغو زنداني اوسئ. دا جمله ډېره پرمفهومه ده.
نو همدا رښتیا دي چې هیڅکله د نورو خبرو او فکر ته غوږ مه نیسئ، خپله خپل ژوند مخته یوسئ او خوشاله اوسئ، په دې نړۍ کې هیڅ داسي خارق العاده انسان نشته، نو که غواړئ چې د نورو خبرو په هکله سوچ ونه کړئ او خپله خپل د ژوند پړېکړه وکړئ دا شپږ تګ لاري عملي کړئ.
۱: چاته عذر مه کوئ، کله چې پوه سولس چې کومه غلطي مو کړې نو هغه نفر ته ووایاست چې بخشته غواړم خو هر واري بیا بیا دا کار مه کوئ، عذر غوښتل خپل عادت مه ګرځوئ.
۲: په یاد ولرئ چې کوم څه تاسو ته مهمه دي، هغه کار وکړئ چې تاسي خپله خوشحاله ووسئ نه دا چې د نورو لپاره هغه پړېکړه ومنی یا به وایاست چې دا دنورو خوښ دی نو همدا به وکړم، تاسي باید خپله ووسئ ځکه یو ازاد انسان یاست، خپله موخه تاسي باید وټاکئ دا ستاسو خپل ژوند دی نو هغه څه وکړئ چې تاسو ته اړین وي.
۳: له حد نه ډېر خپل ځان په هکله فکر مه کوئ، کله چې تاسو فکر کوئ چې نور به زما په هکله څه فکر کوي نو تاسو په ذهن کې تل به شک وي، ښایي نور انسانان ستاسو په هکله قضاوت وکړي خو دومره هم نه کوي لکه ستاسو په ذهن کې چې درګرځي ، نو د هغه څه په هکله فکر کول ښه نه دي کوم چې تاسي خپله یې نه شئ کنترولولای، نو یوازي تل خپل په تصامیمو فکر وکړئ بس.
۴: د رښتیا هوښیار اوسئ او وګورئ چې تاسو خپل شاوخوا کې د څه ډول خلکو سره راشه درشه لرئ، ایا د منفي فکره انسانانو سره ملګري یاست چې ستاسو ټوله انرژي بې ځایه مصرفوي، نو هر کله چې د هر چا سره ګوری هتمي نه ده چې تاسي د هغه نظر ومنی، هر څومره چې یواځي خپل ځان په هکله فکر وکړئ هغومره به پرمختګ وکړئ.
۵: تاسي خپله هم زده کړئ او د نورو فردیت هم درک کړئ، لکه څنګه چې غواړئ خپل ژوند کې مو نور خلک خبري ونه کړې تاسي هم باید همدا کار وکړئ د بل چا په هکله باید قضاوت ونه کړئ او منفي فکرونو څخه مخنیوی وکړئ.
۶: په یاد ولرئ هغه څوک چې اهمیت نه ورکوي هغوی تل بریالي کیږي، که موږ د ناقي شیانو په هکله فکر نه وي کړئ خپله انرژي مو نه وای مصرف کړې نو زموږ ژوند به څومره اسانه وای، نو ددې په ځای چې نورو ته اهمیت ورکوی خپل فکر ته پام وکړئ نه دې ته چې زه څه کوم او نور څه وایي، ځیني داسي کارونه دي چې زموږ لپاره سم خو نورو ته غلط دي، نو ځکه وېره مو مه پرېدی چې له موخې مو شاته پاته کړي.




وروستي مطالب