ښه ملګري تر واده وروسته ، تر نورو خوشحاله ګډ ژوند لري

له داسې چا سره واده کول چې له هغه سره مینه لرئ او يا له واده نه وړاندې ستاسو تر ټولو ښه ملګری/ې دی/ه داسې دی لکه څوک چې په جنت کې ژوند کوي.

داسې واده شوې جوړه چې له واده وړاندې یې له يو بل سره مینه درلوده هغوی یو بل ښه پېژني، اړیکه یې پخوالي ته رسېږي، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره خپل احساسات له يو بل سره شريک کړي او ترمنځ به یې د بې باورې هېڅ پېښه نه وي.

د ترسره شويو څېړنو پر بنسټ له هغو کسانو سره واده چې ورسره مينه لرئ ډېرې ګټې لري.

هغه کسان چې خپلې مېرمنې/خاوند ته د يوه ملګري/ې په سترګه ګوري د نورو واده شويو جوړو په پرتله له خپل ګډ ژونده ډېر خوند اخلي.

واده انسان ته ډېرې روحي او جسمي ګټې لري خو څېړني ښيي هغه کسان چې له خپل کوژدن/کوژدنې او يا خاوند/مېرمنې سره د ملګرتیا اړيکي لري د نورو په پرتله دوه برابره ښه احساس لري.

يوه بله څېړنه ښيي هغه کسان چې خپل ژوند یې د مینې او ملګرتیا پر بنسټ جوړ کړی دی له خپلې اړيکې ډېر خوند اخلي او يو بل ته ډېر درناوی او پاملرنه کوي او ترڅنګ یې د دغو کسانو د واده اړیکه ډېر دوام مومي.

څېړونکو په يوې څېړنه کې له هغو کسانو نه د هغوی د اړیکې په اړه پوښتنه کړې چې اړیکې یې له ۱۵ کلونو نه ډېر دوام کړی دی.

څېړونکو له دغو کسانو نه پوښتنه کړې چې د بریالي واده او دا چې واده یې دومره دوام کړی دی لامل او راز یې څه دی؟

دغو ټولو واده شويو جوړو ويلي دي چې د هغوی ودونه ځکه بریالي دي چې د هغوی د ژوند ملګری/ې ورسره د ملګرتیا اړيکي پالي.

د دغو جوړو دویم ځواب دا دی چې هغوی خپل خاوند/مېرمنې ته د يوه ملګري او همراز په سترګه ګوري او له يو بل نه هېڅ ډول خبره نه پټوي، ځکه هغوی د ژوند په اوږدو کې د نورو واده شويو جوړو په پرتله خوشاله دي.

وروستي مطالب