اپریل 12, 2021

د لسیزې غوره وېکټ اخیستونکي بالران؛ څوک به یې جایزه وګټي؟

Advertisements

د یوې لسیزې په اوږدوکې ډېری لوبغاړو وېکټې ترلاسه کړي، چې دلته یې د یو شمېر لوبغاړو د وېکټو یادونه کوو.

لسېت ملېنګا

که څه هم ملېنګا له ۲۰۰۶ کال راهیسې نړیوال شل اوریز کرکټ کې بوخت دی، دی د ډېرو وېکټو اخیستونکو توپ اچوونکو څخه دی.
ده په ۸۳ شل اوریزو لوبوکې ۱۰۷ وېکټې اخیستي دي او یوه لوبه کې یې ۶ وېکټې اخېستل او ۵ منډې ورکول غوره اوپ اچونه ده.

شاهد افریدي

دی له ۱۹۹۸ کال راهیسې لوبېږي او له ۲۰۰۷ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې مصروف دی، ۹۹ لوبې یې کړي په دغو لوبو کې یې ۹۸ وېکټې اخیستي دي او یوه لوبه کې یې د ۱۲ منډو په ورکولو سره ۷ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.

شکېب الحسن

له ۲۰۰۶ کال راهیسې لوبې کوي او له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا شل اوریزو لوبو کې مصروف دی، ده ټولې ۹۲ وېکټې ترلاسه کړي دي.
په شل منډو ۵ وېکټې اخیستل یې بهترینه توپ اچونه ده.

راشدخان

راشدخان له ۲۰۱۵ کال راهیسې شل اوریزې لوبې کوي، نوموړي ټولې ۸۹ وېکټې ترلاسه کړي دي.
په یوه لوبه کې یې ۵ وېکټې اخیستل او درې منډې ورکول غوره بالېنګ دی.

ټېم سوتي

له ۲۰۰۸ کال راپدیخوا لوبو کې بوخت دی، ۸۱ وېکټې یې اخیستي دي.
جورج ډوکرېل ۷۶ وېکټې اخیستي، سټورټ براډ او کرېس جورډن ۶۵  او ۶۵ ،، ډیل سټین ۶۴ ، بومرا ۵۹، براوو ۵۹، شېن واټسن ۴۸ او ګرېم کرېمر ۳۵ وېکټې ترلاسه کړي دي.
په دې لوبغاړو کې ځېنې لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا د لسیزې جایزې ته کاندید دي او رایه اچونه ورته جریان لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ