د هیوادونو د کال غوره لوبغاړي؛ رونالډو ۱۱م ځل دا جایزه وګټل.

د نړۍ په کچه پیاوړی لوبغاړی او د فوټبال لوبي د تاریخ ستوری کریسټیانو رونالډو د خپل هیواد پرتګال د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
رونالډو دا ۱۱م خو په پرلپسې ډول ۴م ځل دئ، چي د پرتګال د کال د غوره لوبغاړي جایزه ګټي.
نوموړی له ۲۰۰۷م کال راهسي دا جایزې په خپل نوم نوموي.
په ۲۰۱۰ عيسوي کال کي سیماوو او په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي پي پي د پرتګال د کال غوره لوبغاړي انتخاب سوي وه.
دده سره په څنګ کي بیا د هالنډ هیواد څخه ماټیاس ډي لیکټ د خپل هیواد لپاره د کال غوره لوبغاړی اعلان سو.

نوموړی په دې کال کي د ځوان لوبډلمشر، په هیواد کي د ډېرو اتلولیو، د اجاکس لوبډلي بېول تر سیمي فاینله، د مشهور کلب جیونټوس سره یوځای کېدل او نوري کارنامې لري.
همداراز د جرمني هیواد د کال غوره لوبغاړی بیا مارکو ریووس وټاکل سو.
تراوسه د فوټبال د نورو مشهورو هیوادونو څخه لکه: برازیل، هسپانیا، بیلجیم، فرانسیې، اورګوای، انګلینډ، ډینمارک او نورو څخه د کال فوټبال غوره لوبغاړي لانه دي اعلان سوي.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ