د افغان لوبغاړو په اړه د اسټرالیا بېګ باش لیګ تبصره

 

د اسټرالیا د کرکټ بورډ په وېب پاڼه کې د هغو افغان لوبغاړو یوه وېډیو پورته شوې، چې په بېګ باش لیګ کې لوبېدلي دي او په مختلفو برخو کې یې لاسته راوړنې لرلي دي.

دې وېب پاڼې د راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، قیس احمد او ظاهرخان ویډیو پورته کړې ده او ورسره لیکلي یې دي، چې بیسټ اف د افغانز اېن کی ایف سي.

Best of the Afghans in KFC.

د بېګ باش لیګ لوبې او افغان لوبغاړي

د ۲۰۱۷ کال په بېګ باش لیګ کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشدخان اخیستل شوي وو، چې محمد نبي په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې او راشدخان په اډیلایډ سټرایکرز لوبډله کې لوبېدلي دي او لا هم لوبېږي.

ورپسې کال کې مجیب الرحمن هم د برېسبېن هیټ لوبډلې لخوا پېرل شوی و او لوبوبېد.

ورپسې قیس احمد په هوبرټ هرېکېنز لوبډله کې واخیستل شو، ظاهرخان هم له مجیب سره یو ځای په برېسبین هیټ کې ولوبېد او بالاخره ۲۰۲۰ کې نوراحمد لکڼوال هم په مېلبورن رېنېګېډز کې وپېژل شو.

محمد نبي عیسی‌خېل په مېلبورن رېنېګېډز کې لوبډله کې د غوره الراونډر رول لوبولی دی، ده په توپ وهنه او توپ اچونه کې د لوبډلې لپاره کلیدي رول لوبولی دی او ځېنې وخت پرې د لوبډلې مالکان هم تبصرې کوي.

تېرکال هم محمدنبي په حساس وخت کې د افغانستان لوبوته راستون شو؛ نو بیا د مېلبورن رېنېګېدز لوبډلې مشر وویل چې د محمد نبي نشتون به دوی له ستونزو سره مخ کړي.

بل پلو راشدخان د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره په توپوهنه او توپ اچونه کې خپل اغېزناک رول څرګند کړی دی.

په ۲۰۱۷ کې تر ټولو غوره توپ اچوونکی و او همدارنګه په توپ وهنه کې یې هیلیکوپټرشاټونه په یاد لیګ کې خورا مشهور شوي دي.

قیس احمد تل په توپ اچونه کې خپله وړتیا ښودلې ده او یو ځل یې په یو اوور کې هیټرېک او په یوه لوبه کې د څلورو وېکټو اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې ده.

مجیب الرحمن او ظاهرخان هم په توپ اچونه کې نامي دي او د برېسبېن هیټ لوبډلې د خوښې لوبغاړي دي.

تازه نور احمد لکڼوال هم په دې لیګ کې د لوبېدو حقوق تېر کال ترلاسه کړل او لا یې غړی دی.

د بېګ باش لیګ لسم پړاو شپږ میاشتې وروسته د ډېسمبر په لسمه نېټه د افغان لوبغاړو په شتون کې د اته لوبډلو په ګډون پیلیږي.

سږ کال هره لوبډله کولای شي، چې شپږ بهرني لوبغاړي وپېري او بیا یې خوښه چې دوه ترې هره لوبه کې لوبوي او که درې ترې لوبوي.