مارچ 3, 2021

د کرونا له ویروس څخه د مخنیوي لپاره، د لاسونو وینځلو سمه طریقه

ژباړه: نسیمه محمدي
حتماً مو اورېدلي چې افغانستان ته هم د کرونا وایروس پښه خلاصه شوې.
ښه! دا ښه خبر نه دی، خو ډېر د اندېښنې او نارامۍ وړ هم نه ده. ولې؟
ځکه له نېکمرغه د حفظ الصحې رعایت سره په آسانۍ دا وایروس له ځانه شړلی شو. یو له دې مهمو ټکو څخه د لاسونو وینځل او روغتیا ته پاملرنه ده.
اصلاً که له کرونا هم تېر شو، د هر ډول وایروس د اخته کېدو څخه د مخنیوي لپاره باید لاسونه ښه ووینځل شي. په اصولي ډول د لاسونو وینځلو سره کېدای شي د وایروسي ناروغیو د پراختیا او خپرېدلو مخنیوی وکړئ.
د وایروسي ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره لومړی ګام د لاسونو وینځل دي، خصوصاً د هغو ناروغیو، چې د خولې او پوزې د مخاط له لارې سرایت کوي. شاید باور ونه کړئ چې د لاسونو وینځل تر کومې کچې د وایروسونو او کرونا څخه مخنیوی کوي! دا موږ نه، بلکې روغتیاپالان چې د اوبو او صابون په کف په شدت ایمان لري، وايي.
د روغتیا نړېوال سازمان هم د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره له خلکو غواړي، چې لاسونه پرله‌پسې په اوبو او صابون ووینځي. ډېری خلک به وايي چې په دومره آسانۍ سره خپل ځان وژغورو!؟ که تاسې هم له دې ډلې یاستئ، غوره ده ژر مو خپل باور ته بدلون ورکړئ.
د آمریکا له ناروغیو څخه د مخنیوي مرکز په نظر، په اوبو او صابون سره د لاسونو وینځل ښه ټاکنه ده. داسې چې کف په بشپړه توګه په لاسونو وموښئ، د لاسونو شا ښه ووینځئ او د ګوتو منځ او د نوکانو لاندې په دقت پاک او ووینځئ.

کوم وخت خپل لاسونه ووینځو؟
په لاندې یادوو شویو مواردو کې د وایروسونو د خپرېدلو شونتیا زیاته ده، نو د لاسونو وینځل هم اړین دي.
د خوړو له چمتو کولو څخه وړاندې، په جریان او پای کې؛
له ډوډۍ خوړلو وړاندې؛
په نس‌ناستي او استفراغ اخته کس تر پالنې مخکې او وروسته؛
د بدن د ټپ د لمس کولو مخکې او وروسته؛
د ماشومانو د دوشکې او پمپر تر بدلولو وروسته؛
د پوزې فېش کولو، پرنجي او یا ټوخي وروسته؛
د کورني حیوان تر لمس کولو یا د مدفوع او ادرارو پاکولو وروسته؛
کورني حیوان ته تر ډوډۍ ورکولو وروسته؛
له خځلو سره تر تماس وروسته؛
د لاسونو وینځلو پر وخت دا پنځه پړاوه مراعات کړئ:
لاسونه د روانو پاکو اوبو (سړې وي که تودې) سره لانده کړئ. نل بند او د صابون په لټه شئ.
لاسونه مو سره ښه وموښئ، چې کف وکړي. د لاسونو شا، د ګوتو منځ او د نوکانو ښکته د اوبو او کف سره ووینځئ.
کف لرونکو لاسونه د ۲۰ ثانیو لپاره وموښئ. که نه پوهېږئ چې ۲۰ ثانیې څومره وخت دی، حساب وکړئ: ۱۰۰۱، ۱۰۰۲، ۱۰۰۳، ………. ۱۰۲۰ پورې.
لاسونه د روانو اوبو سره آبکش کړئ.
لاسونه د پاک لاس وچونې یا وچوونکې دستګاه سره وچ کړئ.

کله چې اوبه نه وي، له انتي سپتیک مایع ګټه اخیستلای شو؟
که څه هم په اوبو او صابون د لاسونو وینځل غوره دي، خو کله چې لاسرسی ورته نه وي، څه باید وکړو؟ په داسې حالتونو کې باید د لاسونو له مایع څخه ګټه واخلو. دا مایع باید لږ تر لږه ۶۰ سلنه د الکول لرونکي وي.
هندرب (د لاسونو مایع) د لاسونو د ککړتیا په برخه کې د پاموړ کموالي راولي، خو بیا هم:
د مېکروبونو او وایروسونو ټول ډولونه په بشپړه لمنځه نه وړي؛
کله چې په محسوسي ډول لاسونه چټل او غوړ وي، دا مایع به کافي نه وي.
دا مایع د سنګینو فلزاتو له ککړتیا څخه د لاسونو د پاکولو قابلیت نه لري.
د هندرب د کارولو طریقه:
پاکوونکې مایع له لارښونې سره سم په هماغه اندازه په لاسونو وڅڅوئ؛
لاسونه مو یو پر بل وموښئ؛
دا ماده د لاسونو پر ټولو برخو او ګوتو تیت او صبر وکړئ، چې وچ شي؛
دا کړنه باید د ۲۰ ثانیو په موده کې ترسره کړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي