اپریل 23, 2021

د دغو دوو مېوو ترکیب په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي

د مېوو له ډلې کولای شو له سټروس (ګرېپ فروټ) او لېمو څخه نوم واخلو چې له یو بل سره په ګډه کولای شي د وينې د قند کچه ښکته راولي او د انسولین د ترشح کچه کمه کړي،د دې برسېره کولای شي چې د بدن مېټابوليزم او یا د بدن (میټابولیزم) کچه لوړه کړي او د غوړيو په ژر اوبه کېدلو کې مرسته وکړي.

د برنا د راپور پر بنسټ، سټروس (ګرېپ فروټ) په يوازېتوب سره د‌ غوړيو په ويلې کېدلو کې هغومره ونډه نه لري، خو که چېرې د تازه لېمو له اوبو سره يو ځای شي یو معجزه کوونکی څښاک ورڅخه جوړېږي چې د انسان په ډنګروالي کې ډېره مرسته کوي.

د برنا د راپور پر بنسټ، څېړونکي په دې باور دي چې د سټروس (ګرېپ فروت) اوبه په يوازېتوب سره د بدن د غوړيو په ويلې کېدلو کې ډېره اغېزه نه لري، خو کله چې د تازه لېمو له اوبو سره ګډ شي د بدن د غوړيو په ويلې کېدلو کې ډېره مرسته کوي.

د لېمو تودې اوبه د دې لامل کېږي چې د بدن غوړي په چټکتیا سره اوبه شي،د اوبو څښل له تروه لېمو سره، نه یواځې دا چې د بدن غوړي اوبه کوي بلکې بدن له مېکروبونو څخه پاکوي او په بدن کې انرژي ډېروي.

همدارنګه له تودو اوبو سره د لېمو څښل، د هضمي سیسټم سستي او تنبلي له منځه وړي او د وزن په کموالي کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سټروس (ګرېپ فروت) هم د ډنګروالي لپاره يوه ځانګړې مېوه ده. گريپ فروت د C اوB1 ويټامينونو غوره سرچینه ده.

دغه مېوه له پکټین څخه ډکه مېوه ده چې د وينې کلسټرول په کموالي کې مرسته کوي. همدارنګه سټروس (ګرېپ فروت) په لږه کچه کالوري لري د هغو کسانو لپاره چې غواړي خپل وزن کم کړي، ښه څښاک دي.

د څېړنو د پایلو پر بنسټ، له خوړو څخه وړاندې، له مرکباتو څخه ګټه اخیستنه که د مېوې د اوبو په ډول وي او یا خپله مېوه په پوره ډول وخوړل شي د وزن په کموالي کې مرسته کوي خو په دې شرط چې ډېر خواړه ونه خورئ او د غوړو خوړو له خوړلو څخه ډډه وکړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب