مارچ 9, 2021

راشدخان په ای پي ايل کې نوی ريکارډ جوړ کړ

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
راشدخان د ای پي ايل د غوره توپ اچوونې ريکارډ جوړ کړ.
د ای پي ايل ليګ په ۴۷مه لوبه کې شپه حيدر اباد او ډهلي سره مخ سوله.سنرايزر حيدر اباد وکولای سوه چې د ۸۸ منډو په توپير ډهلي کاپيټلز لوبډلې ته ماته ورکړي.
راشدخان وکولای سوه چې په خپلې غورې توپ اچوونې سره يو غوره ريکارډ په خپل نوم ثبت کړي .نوموړي په ۴ اوورونو کې يوازي ۷ منډې ورکړي او ۳ ويکټې يې ترلاسه کړې همدارنګه پر ۱۷ توپونو يې هيڅ منډه رانغله،چې دسږکال تر ټولو ښه توپ اچوونه بلل کېږي.
همدارنګه د ټول ای پي ايل د تاريخ تر ټولو اقتصادي توپ اچوونکی وړاندې انيل کومبلې وو چې په ۴۲ لوبو کې يې په ۶،۵۲ ايکانومۍ سره توپ اچوونه کړې وه او ۴۲ ويکټې يې اخيستي وې،خو راشد بيا په ۵۲ لوبو کې په ۶،۳۲ ايکانومۍ سره ۷۲ ويکټې اخيستي او تر کومبلې مخته سو.
د راشدخان توپ اچوونه د غوره اقتصادي توپ اچوونې د نوملړ په لومړي مقام کې وليکل سوه.
دا د سږ کال ای پي ايل ليګ تر ټولو اقتصادي توپ اچوونه هم ده چې د راشدخان له لورې ترسره سوه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ