د آی‌پي‌ایل په يوه لوبه کې غوره توپ اچوونکې

هره لوبډله دا هڅې کوي، چې ښه لوبغاړي د توپ وهونکو سربېره د توپ اچونې برخه کې واخلي او دې چارې سره دوی غواړي د آی پي اېل اتلولۍ په خپل نوم کړي.

آی پي اېل د سوداګریزو لوبو په منځ کې له خورا شهرت، خوند او جذبې څخه برخمنې لوبې دي او په ډې لوبو کې د هر لوبغاړي دا ارمان وي، چې ولوبېږي او ښه کارکرده ګي وکړي.

په آی پي ایل کې د غوره توپ اچونې څېرې

الزاري جوزیف؛

د ویسټ انډیز چټک ښي لاسی توپ اچوونکی الزاري جوزیف هغه بالر دی، چې په غوره توپ اچونه کې یې په هندوستان لیګ کې نوم ګټلی دی.

هغه په ۲۰۱۹ کې د حیدراباد پر وړاندې لوبه کې په ۳ اعشاریه ۴ اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخیستې.

د ده غوره توپ اچونې له امله حیدراباد لوبډله په ۹۶ منډو وسوځېدله او لوبه ترې ممبيي په ۴۰ منډو وګټله.

حال دا چې ټارګېټ هم ۱۳۷ و.

هغه یو اوور مېډن کړی و او ایکانومي یې ۳ اعشاریه ۲۷ وه.

ده د پاکستاني سهېل تنویر ۱۱ کلن ریکارډ مات کړ او نوی ریکارډ یې ثبت کړ.

سهیل تنویر

سهیل تنویر د راجستان لوبډلې په ګټه د چینای خلاف په ۲۰۰۸ کې په څلورو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې وې او ۶ وېکټې یې اخیستې وې.

تر ۲۰۱۹ پورې دا غوره ریکارډ له ده سره و، خو په ۲۰۱۹ کې ویسټ انډیزي جوزیف مات کړ.

د تنویر ایکانومي ۳ اعشاریه ۵۰ وه.

اډم زمپا

د اسټرالیا لیګ برېک بالر اډم زمپا په ۲۰۱۶ کې د حیدراباد پر وړاندې لوبه کې په څلورو اورونو ۱۹ منډې ورکړې او ۴ اعشاریه ۷۵ یې ایکانومي ده.

دا مهال نوموړی له چینای لوبډلې سره لوبېده.

انېل کومبلی

د هندوستان پخوانی لوبغاړی دی، چې سپېن توپ اچونه یې کوله په ۲۰۰۹ کې یې د راجستان پر وړاندې لوبه کې په ۳ اعشاریه یو اورونو کې ۵ منډې ورکړې وې او پنځه وېکټې یې اخیستې وې.

اېشنټ شرما

په ۲۰۱۱ کې نوموړي د کوچي ټوسکرز لوبډلې پر وړاندې د ډکن چارجرز په ګټه لوبه کې یې په ۳ اوورنو کې ۱۲ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې ترلاسه کړې.

د ده ایکانومي څلور ده.

وروستي مطالب