د غوره او ارام خوب، لارې چارې وپېژنئ

د ورځنیو چارو او ارام ترمنځ د انډول نه شتون د خوب پر څرنګوالي او څومره والي نېغ په نېغه اغېزه کوي. کله چې يو څوک په ساعتونو نه ويده کېږي، د هغه د ژوند بڼې ته زیان رسېږي. خوب د سالمې تغذیې او ورزش په څېر هغه عادت دی چې باید په سمه توګه تنظیم شي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ځینې هغه لارې چارې در وښيو چې په عملي کولو یې ښه خوب لرلای شئ، زموږ نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی: د خوب لپاره د وخت ټاکل

د دې لپاره چې څه وخت باید ويده شئ او څه وخت باید له خوبه را پاڅېږئ، وخت وټاکئ. پام مو وي چې د ټولې اونۍ لپاره يو ډول وخت ونه ټاکئ، ځکه چې کېداي شي د اونۍ په بېلابېلو ورځو کې بېلابېلې چارې ترسره کړئ، د بېلګې په توګه کېدای شي د اونۍ په رسمي ورځو کې دندې ته ولاړ شئ، خو د اونۍ په پای کې رخصت ياست، نو په دې وخت کې تاسو نه شئ کولای چې د رخصتۍ پر ورځ هم سهار وختي له خوب نه پاڅېږئ. له همدې امله د اونۍ هرې ورځې لپاره ځان ته جلا د خوب وختونه وټاکئ او هره ورځ په همغه ټاکلي وخت ويده شئ او بېرته له خوبه را پاڅېږئ.

دويم: تر خوب وړاندې غوره عادتونه!

دلته مو له غوره عادتونو موخه هغه کړنې دي چې د دې لامل کېږي چې تاسو خوب ته هڅوي او له بې خوبۍ مو ژغوري. د بېلګې په توګه په ګرمو اوبو لامبل. که چېرې تر خوب وړاندې په ګرمو اوبو حمام وکړئ، ستاسو بدن به د ارامتیا احساس وکړي او ژر به مو خوب يوسي. يا هم تر خوب وړاندې مطالعه وکړئ. مطالعه هم له تاسو سره مرسته کوي چې ذهن مو د يوه مشخص شوي څېز په اړه فکر وکړي او ډېر ژر مو خوب يوسي.

درېيم: له هغو کړنو ډډه وکړئ، چې ستاسو د بې خوبۍ لامل کېږي!

دې ته مو باید پام وي چې له خوب نه وړاندې هغه کړنې ترسره نه کړئ چې ستاسو د بې خوبۍ لامل کېږي. د بېلګې په ډول د کافي (کافیین لرونکو) څښاکونو څښل، د خوږو خوړو خوړل او د نیکوتین کارول (ډېر چای څښل) د دې لامل کېږي چې تاسو ويښ وساتي او د بې خوبۍ لامل مو شي. نو له خوبه وړاندې له دغو خوراکونو او څښاکونو په کلکه ډډه وکړئ ځکه دغه مواد باید له خوب څخه څلور ساعته وړاندې وکارول شي.

څلورم: د خوب په خونه کې ويده شئ!

دا سمه ده چې موږ کولای شو په هر ډول خونه کې ويده شو، خو که په هغې خونه کې ویده شو چې د خوب لپاره ځانګړې شوې وي ارام او اوږد خوب به ولرو. تاسو به په دې فکر ياست چې د خوب خونه له نورو خونو سره څه توپیر لري!؟ کله چې په يوې خونه کې هوسا او سوړ توشک هوار وي، مناسبه او نسبتاً سړه هوا ولري، هېڅ ډول شورماشور پکې نه وي او توره تیاره پکې خوره وي، دې ډول خونې ته د خوب خونه ويل کېږي. نو هڅه وکړئ چې د خوب لپاره په خپلې خونې کې پورتنۍ ځانګړنې برابرې کړئ!

پینځم: منظم او دوامدار ورزش

که چېرې د ورځې په لړ کې منظم فريکي فعالیت ترسره کړئ نو دا کړنې له تاسو سره مرسته کوي چې د شپې پر مهال ارام او هوسا خوب ولرئ. د فزيکي کړنو ترڅنګ ورزش هم له تاسو سره مرسته کوي چې د شپې له خوا مو ژر خوب يوسي او ارام خوب ولرئ. خو پام مو وي چې له خوبه وړاندې هېڅ ورزش و نه کړئ.

شپږم: د ورځې په اوږدو کې له سټرس څخه ځان وساتئ!

وړاندې تر دې چې ويده شئ هڅه وکړئ چې خپل ټول سټرس اروايي فشار له منځه يوسئ. که نه پوهېږئ چې څه ډول خپل سټرس له منځه یوسئ نو د خوب پر مهال خپل څنګ ته يوه کتابچه کېږدئ او هر هغه څه مو چې ځوروي، په دې کتابچه کې یې ولیکئ. د دې ترڅنګ ځینې نورې کړنې لکه: مديټيشن، منظم ماساژ او اوږد مزل هم له تاسو سره مرسته کوي چې خپل سټرس له منځه یوسئ.

اووم: ملایمه رڼا او موسقي

د خوب پر مهال په کوټه کې ملايمه رڼا له تاسو سره مرسته کوي چې ژر مو خوب يوسي او اوږد خوب ولرئ. همدارنګه د خوب پر مهال د ملايمې موسقي اورېدل هم له تاسو سره مرسته کوي چې ارام او اوږد خوب ولرئ!

اتم: له زنګ لرونکو ساعتونو ګټه مه اخلئ!

د وېښېدلو لپاره له زنګ لرونکو ساعتونو څخه ګټه مه اخلئ، ځکه دا ډول زنګونه ستاسو ماغزو بده اغېزه کوي. که چېرې يوه اونۍ په ټاکلي وخت له خوبه را پاڅېږئ، ستاسو د بدن بیولوژيکي ساعت تنظيمېږي او نور نو ساعت ته اړتیا نه شته.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ