اپریل 23, 2021

بې سلیقې مېرمنې داسې وپېژنئ

شونې نه بریښې چې هره مېرمن او نجلۍ دې سلیقه ولري.  حتماً بې سرشتې مېرمنې هم شته چې د کور او ژوند چارې منظمې او سمې نه سمبالوي. دلته مو د داسې مېرمنو د ښه پېژندلو په پار څو خبرې کړي:
یو / هغه مېرمن یا نجلۍ چې کله ځایونه جارو کوي, خپله ښکته ودرېږي او زینه له پاسه پر ځان راجارو کړي.
دوه / کله چې کوټه ( خونه ) پاکوي تر توشکو او مېز لاندې, د کوچونو شا او د غالیو د درزونو مینځ نه پاکوي.
درې / چې هر شی او توکی پر خپل ځای کښې نه ږدي.
څلور / د غولي مینځ پاک او ټول تیټ توکي په المارۍ کې ننباسي, چې المارۍ راپرانیسې , توکي لاندې راولوېږي.
پینځه / چې سره توشکه یې په سپین تار ګنډلې وي. مانا یو رنګ په بل رنګ وګنډي.
شپږ / کله چې ستن,تار, قیچي ( بیاتي)  یې ښکاره یا څګند ځای کې نه وي ایښي او ترې ورک وي.
اووه / چې مېلمه ته لمدې ( لندې ) پیالې, ناساپي یا خیرن ترموز او چاینکه وروړي.
اته / کله چې له کوره دباندې وتله چې د کور او دباندې ( بهر ) جامې یې مالومې ( معلومې ) نه وي. په کور کې خو لنډ او تنګ کالي اغوستلی شو ؛ خو دباندې باید ستر مراعات شي.
نهه / هغه مېرمنې چې له کوره بهر وځي او نا اوتو ټیکری پر سر کوي.
لس / هغه نجلۍ چې پېغلتوب کې یې پښې چاودې وي. البته که ځانکړې ستونزه ونه لري.
یوولس / هغه ښځې چې د مېلمه او کور لوښي نه بېلوي.
دولس / د هرې مېرمنې باید حد اقل د جامو د درزونو, پردو , توشکو , او ځینې ساده ښځینه جامو ( پنجابي, ګردی کمیس , پایجامه… ) ګنډل او قیچي کول زده وي. که یې نه و زده ؛ نو سلیقه یې د شک وړ ده.
دیارلس / ويښتان چې په ولاړه ( درېدا)  ږومنځوي.
څورلس / په پوهنتونونو کې چې د سمسټر تر پایه یې قلم او کتابچه نه لرل , یا یې چټل لیکل ؛ نو د هغې ډېری کارونه بیا همداسې وي.
پینځه لس / په ټولګي یا چمن کې یې چې زړي وخوړل او تر پښو لاندې یې واچول, یا یې د خوړو کاغذ او کڅوړه ځای پر ځای پرېښودل.
شپاړس / کله چې کوم کتاب مو ورته امانت ورکړ, بېرته یې پانې پاڼې راووړ.
اووه لس / هغه مېرمنې چې اړین اسناد په ځانکړي او خوندي ځای کې نه ږدي . یا ترې ورک وي.
اته لس / هغو مېرمنو نه چې د پرتوګاښ لرګی ورک وي او د قلم په سر یې تېروي.
نولس / هغه مېرمن چې ظاهري پاکوالی ورته اړین نه وي.
شل / کله چې د خاوند یو دوه جوړه اوتو کړې جامې, پاکې جورابې, دستمال, او نور د اړتیا وړ توکي یې چمتو کړي چېرته ایښي نه وي.
یوویشت / هغه کور کې چې جاینمازونه ترې ورک و, له بې سلیقه توب پرته, پر لمونځ کولو یې هم شک پکار دی.
دوه ویشت / هره کورنۍ کې خواښې او خسر د قام او تګ راتګ خلک وي ؛ نو که د دوی دواړو جامې یې چمتو ایښې نه وې, بې سلیقه توب کې شک نشته. ( البته که اقتصادي ستونزې ونه لري)  .
لیکنه:  ملیحه ناصري

وروستي مطالب