مارچ 6, 2021

هغه چې ښه وځلېد او د نړۍ لومړی نمبر الراونډر شو!

Advertisements

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړی د ویسټ انډيز په وړاندې دوهمه ټیسټ لوبه کې خورا ښه وځلېد او کرکټ نړیوالې شورا هم د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې د نړۍ لومړی نمبر الراونډر وټاکه.
د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه پرون پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې کوربه انګلستانۍ لوبډلې په ۱۱۳ منډو توپیر بریا خپله کړه.
په یاده لوبه کې بین سټوکس ۲۷۸ منډې جوړې کړې او د ویسټ انډیز ۳ لوبغاړي یې وسوځول، چې په مټ یې د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی شو.

تر دې مخکې د ټیسټ سیالیو لومړی نمبر الراوڼډر لوبغاړی د ویسټ انډيز جېسن هولډر وو، چې تر ۱۸ میاشتو وروسته یې دا ځای له لاسه ورکړ او بین سټوکس ترلاسه کړ.

اوس په یاده درجه بندي کي بین سټوکس لومړی، جېسن هولډر دوهم، رویندرا جدیجا درېیم، میچل سټارک څلورم، رویچانډرن ایشواین پنځم، کولین ډي ګرینډهوم شپږم، پاټ کومینز اووم، رسټن چېس اتم، کریس ووکس نهم او تیم سوتي بیا لسم ځای لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ