بین سټوکس ټیسټ کرکټ کې نوی ریکارډ جوړ کړ!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه الرانډر لوبغاړي بین سټوکس د ویسټ انډیز په وړاندې روانه ټیسټ لوبه کې خپل ځان په یوه نوي نړیوال ریکارډ کې شامل کړ.
بین سټوکس د نړۍ دوهم الراونډر لوبغاړی شو، چې ډېر ژر په ټیسټ لوبو کې ۴۰۰۰ منډې او ۱۵۰ ویکټې اخلي.
دې لوبغاړي په ۶۴ ټيسټ سیالیو کې دې نړیوال ریکارډ ته ځان ورساوه.
یاران uncategorized 384 بین سټوکس ټیسټ کرکټ کې نوی ریکارډ جوړ کړ!
اوس ددې ریکارډ په لومړي ځای کې د ویسټ انډيز ګارفیلډ سوبیرز، دوهم ځای کې بین سټوکس، درېیم ځای کې انګلستانی آین بوتام، څلورم ځای کي سوت افریقايي جک کېلیس او پنځم ځای کې بیا هندی کپيل ډیو شتون لري.
ګارفیلډ په ۶۳، بین سټوکس په ۶۴، آین بوتام په ۶۹، جک کېلیس هم په ۶۹ او کپيل ډيو بیا په ۹۷ ټیسټ سیالیو کې ۴۰۰۰ منډې او ۱۵۰ ویکټې پوره کړې دي.
یاران uncategorized 385 بین سټوکس ټیسټ کرکټ کې نوی ریکارډ جوړ کړ!
۲۹ کلن بین سټوکس د خپلې ملې لوبډلې ترڅنګ ۹۵ یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړې دي.
هغه په یادو یو ورځنیو لوبو کې ۲۶۸۲ منډې او ۷۰ ویکټې اخیستې دي.
بین سټوک د انګلستان کرکټ په ملې لوبډله کې خورا مخکښ لوبغاړی یادیږي.

2 Comments

Comments are closed.