بین سټوکس د IPL ټولې لوبې له لاسه ورکړې

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د راجستان رویالز لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړي بین سټوکس د ټپونو له امله د آی پي ایل ټولې سیالۍ له لاسه ورکړې.

 

راجستان رویالز لوبډلې پر خپلې رسمې ټیوټر پاڼې خبر ورکړی، چې د بین سټوکس د لاس ګوته د دوشنبې په ورځ لوبه کې د کیچ نیوني پر مهال ماته شوه او له همدې امله به د آی پي ایل په ټولو سیالیو کې ونه لوبیږي.

 

 

بین سټوکس ګوته هغه وخت ماته شوه، چې د وړمي شپې په لوبه کې یې د کریس ګېل کیچ نیوی.

 

د هند په آی پي ایل سیالیو کې د بین سټوکس کارګردګي

 

د هند په آی پي ایل سیالیو کې بین سټوکس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې د پوني لوبډلې لپاره ولوبېد، چې له هغه وروسته په ۲۰۱۸م کال کې راجستان لوبډلې په ۱۲،۵ کروړه واخیست او د همغه کال تر ټولو ګران بیه لوبغاړی وشمېرل شو.

له همغه وخته تراوسه بین سټوکس د راجستان لپاره لوبیږي او راجستان لوبډلې دده تر زخمې کېدو وروسته خبر ورکړ، چې بین سټوکس به په راتلونکې پړاو کې هم له دوي سره پاتې شي.

بین سټوکس د هند په آی پي ایل سیالیو کې ټول ټال ۹۲۰ منډې جوړي کړې دي او ۲۸ یې بیا ویکټې اخیستې دي.

هغه توانېدلی، چې په دې لیګ کې دوه ځله پنځوسیزې او دوه ځله بیا سلیزې جوړې کړي.

 

وروستي مطالب