ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

غوسه ناک ماشوم سره څه ډول چلن وشي؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

انسان فطرتاً ځينې احساسات او غوښتنې لري، په ځينو برخو کې هر احساس کابو کېدی شي؛ خو ځينې وخت نشي کنټرولېدی.
غوسه هم د هر بل احساس غوندې له ماشوماتوبه له انسان سره ملګرې وي. په ماشومانو کې هم نرم خوی لرونکي ماشومان شته، هم غوسه‌ناک ماشوم شته.

ډېری وخت مور/پلار او د کورنۍ نور غړي د ماشوم له غوسې کړېږي او هغې ته د بداخلاقه ماشوم نوم ورکوي؛ حال دا چې غوسه طبیعي ده او د ماشوم د حسونو د روغتیا ډاډ ورکوي. یانې ماشوم دا حس کولی شي چې کوم ځای کې غوسه شي او کوم ځای کې نشي. غوسه او بداخلاقي توپیر لري.

د همدې لپاره له دین او مذهبه رانیولې تر ارواپوهنې هر یوه د غوسې د کابو کولو اړوند منظم او خواره واره مالومات ورکړي، سپارښتنې یې کړي دي.

غوسه په ماشوم کې تر شپږ میاشتینۍ وروسته راڅرګندېږي. که چېرې دا غوسه ماشوم ته لاسته راوړنې ولري، ورو ورو پیاوړې کېږي؛ خو دې ځای کې باید مشران ماشوم ته وايي چې خپل حد وپېژني او غوسه کابو کړي.

د یادونې وړ ده چې د ماشوم د غوسې د احساس جرړې باید ونه ایستل شي. مانا هغه د هیجان حس مه پکې وژنئ. دا عاطفه باید وساتل شي، د نورو حسونو د خدمت لپاره وکارول شي. مور/ پلار باید دې ته پاملرنه وکړي چې د خپل ماشوم دا غریزي عاطفه( غوسه) کنټرول کړي چې نه ماشوم ته زیان ورسوي، نه یې شاوخوا خلک زیانمن شي. یوه مناسبه کړنلاره او پلان ورته وسنجوي. کله چې ماشوم غوسه کېده، کړنلاره پلې کړي.

که د کابو کولو برخه کې یې بې پروايي وشي، کېدی شي نه جبرانېدونکي زیانونه دوی وګواښي.

خو څنګه یې کنټرول کړي؟!

د ماشوم د غوسې سړولو په پار، توهین، سپکاوی، رټل مناسب کار نه دی. دا کړنې غوسه سړولی نشي، لا هم اور ته پوکی حسابېږي. اړتیا ده چې د غوسې مقابل کې ځواکمنتیا او ټينګ دریځ وساتل شي.

په دې اړه اړینه کړنلاره د مور/ پلار د خبرو او کړنو ډول دی چې دوی په کور کې څه ډول چلن کوي. په ځلونو ویل شوي چې ماشوم د مور/ پلار ایینه ده.

اولادونه داسې نه لویېږي، لکه څنګه چې موږ غواړو، هغسې راځي لکه څنګه چې دوی ویني. ډېر مو اورېدلي چې ماشومان نرۍ لښتې دي، هرې خواته یې چې تاو کړې، همغې ته اوړي. دا هم باید هېره نه کړو چې ماشوم مقلد شخصیت لري.

تاسو به لیدلي وي چې د کورنۍ ماشوم مو د ګرځېدو لومړنیو ورځو کې ورځي د مشر ورور، پلار، مور یا خور بوټونه اغوندي، له همدې ځایه دې قیاس شي چې ماشوم یې له لویانو زده کوي. ولې د یوې کورنۍ تربیه له بلې هغې سره توپیر لري؟

ځکه چې کورنیز چاپېریالونه توپیر کوي، د غړو چلن توپیر کوي، ماشومان یې هماغسې راځي چې لویان یې دي.

مور/ پلار د یوې سپورټي لوبډلمشري غوندې دریځ لري. څه چې مربي او کپټان کوي، نوره ډله هماغسې کوي. مور/پلار چې مدیریت ونه لري، غوسه او احساسات کنټرول نشي کړی، اولاد یې نشي کولی.

دویمه کړنلاره د ماشوم د استعداد، وړتیاوو، پېژندل دي. هومره تمه باید تري وشي چې د هغوی وس کې وي. وړوکي ماشوم ته غټ مسوولیت سپارل سمه پایله نه لري، یا کار خرابوي یا ځان ژوبلوي.

وهل/ ټکول، ماشوم ضدي کوي، د یوې غوسې وار په بله کې اخلي.

د ماشوم کمزورتیا د هغوی ناکامي نه ده!
که په ځلونو ذهني/ فزیکي کمزوري ماشوم ته وویل شي چې بلا وهلی یې، د هېڅ کار هم نه یې… هغه عقده‌يي کېږي. له نرمښته کار واخلئ چې مثبته پایله ومومئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ