سپورټ کرکټ

راشدخان به یو ځل بیا له اډیلایډ لوبډلې سره د اتل په څېر پاتې شي

یاران سپورټس

د اسټرالیا سوداګریزې لوبې یا بېګ باش سیالۍ هر کال د کال په وروستیو میاشتو کې ترسره کېږي او د راروان کال لومړیو میاشتو پورې دوام کوي.

سږ کال به د ډېسمبر په میاشت کې د بېګ باش لیګ لسم پړاو ترسره کېږي، چې دې لیګ کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، ظاهرخان او قېس احمد د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م کلونو پړاو کې ولوبېدل.

راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز، محمد نبي له مېلبورن رېنېګېډز، ظاهرخان او مجیب الرحمن له برېسبېن هیټ لوبډلې سره او قېس احمد له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره لوبېدلي دي.

راشدخان په ۲۰۱۸م کې د ټول ټورنمنټ غوره بالر اعلان شوی و او اتلولي هم یو ځل د دوی لوبډلې اخیستې وه.

اوس د اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ټراوېس هېډ وایي، چې راشدخان به د یو اتل په څېر راروان پړاو لیګ کې د دوی د لوبډلې برخه وي او نور بهرني لوبغاړي به هم ورسره موجود وي.

د بېګ باش لیګ لوبډلې او اتلولۍ

لومړی پړاو بېګ باش لیګ چې په ۲۰۱۱ او ۱۲کلونو کې ترسره شو، سېډني سېکسرز لوبډلې وګاټه، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ پړاو برېسبېن هیټ لوبډلې وګاټه، ۲۰۱۳ او ۱۴ کلونو اتلولي پېرت سکارچرز، ورپسې پړاو هم په ۲۰۱۵ م کال کې پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې وګاټه.

۲۰۱۶ کال کې سېډني تندر، ۲۰۱۷ کال کې پېرت سکارچرز، ۲۰۱۸ کال کې اډیلایډ سترایکرز او ۲۰۱۹ کال کې یو ځل بیا سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې وګاټه.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ