ټولنیز ژوند

ځواني او ښایست

لیکنه: ياران

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

ځواني
ځواني د هرچا د ژوند خوږه، ترخه، ترشه او مسته دوره ده. (توفیق الحکیم)

هر چا چې بې پایلې ځواني لرلې، ژوند یې بې ګټې تېر کړی. (موریس میترلینګ)

ځواني هسې مه تېروه چې به دې ټول عمر هسې تېر شي. (فرانتس کافکا)

ځواني د ماشومتوب او زړښت ترمنځ پل دی.نیکبخته هغه څوک دی چې له دې پل په سلامتۍ تېر شي. (کنن دوویل)

نړۍ د ځوانۍ په قدرت او د زړښت په عقل اداره کېږي. (ویرژیل)

ځواني هغه سراب دی چې پای یې حسرت دی. (لنکلن)

ځواني یو خطرناک سیند دی چې له هغې تېریدل همت او زور غواړي.(تولستوي)

له ځوانه صبر، فکر، عقل او مدارا مه غواړه چې له دې څلورو واړو سره نابلده دی. (بهروردي)

د زیاترو انساني فسادونو او جنایتونو سرچینه ځواني ده.(اګاتا کریستي)

نه څوک د ځوان په خبره پوهیږي او نه ځوان د چا خبره اوري.(مارکوني)

ټول د ځوانۍ دوره تېروي.دا چې په څه ډول یې تېروي شرط دی.(بتهوون)

د ځوانانو افکار او غوښتنې داسې وي، ته به فکر کوې دوی له بلې سیارې دي.(اوژه دوګاري)

د ځوانۍ تر ټولو لوړ امتیاز مستي او ناخبري ده.(اندره ژید)

 

ښاېست
ښاېست د الله تعالی ستر نعمت دی.( تولستوي)

ښاېست یوازې په صورت نه دی په روح او زړه کې هم شته.(اپلاتون)

پر ښاېست او مال دې مه نازېږه چې لومړنۍ پر تبې او دویم پر شپې له منځه ځي.( ذکریا راضي)

که چېرې ښاېست نه وای؛ نو نړۍ به له تیارو او بربادۍ ډکه وه.
(ویکتورهوګو)

ښاېست یوازینی صفت دی چې نه یوازې انسانان، بلکې حیوانات هم ورته ځیر وي.(رابله)

زر ښاېستونه له کماله پرته هېڅ ارزښت نه لري.(جرجي زیدان)

ښاېست باید خدای ورکړی وي، مصنوعي ښایست هماغه اراېش دی.
(مونتسکیو)

ښاېست پسې مه ګرځه، د کمال په فکر کې اوسه چې د دنیا او اخرت دواړو خیر پکې دی.(شېخ ژنده پیل)

له ډېر ښاېست سره په هماغه اندازه چل او فریب هم زیات وي.(امېل زولا)

هغه چې طبیعي ښاېست په نورو توکو ښاېسته کوي طلا ته د طلاو اوبه ورکوي.(ګوته)

ښاېست او ښکلا یوازې انسان ته ځانکړې نه ده، یوه ټوټه تیږه هم په خپل ځای کې ښایسته ده. (چارلز داروین)

کمال ټول عمر سړي سره وي، مګر ښاېست تل پاتي نه، بلکې تلونکی وي.(ابن سینا)

ښاېست ته کتل ښځو ته پرېږده او د سړیانو صفات ځان کې پیدا کړه.(ماکسیم ګورګي)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران