اپریل 19, 2021

د ویښتانو د څوکو د ماتېدو لاملونه 

د وېښتانو ماتيدلو ته په طبي اصطلاح (Trichoptilosis) وايي، چي د وېښتانو څوکې ماتیږي، او ډېری وېښته څو ښاخه پیدا کوي.

د وېښتانو دا حالت د تودخی په واسطه او یا هم په فزیکي او کیمیاي ضربه خوړولو سره، چي زیاتره د ویښته اخرنۍ برخه نیسي منځ ته راځي، او زیاتره وچ ویښتان په دې ناروغۍ اخته کیږي.

د دې حالت د مخنیوي لپاره مو لاندې ځينې لارښوني ذکر کړي، چې د پوستکي د ډاکټر تر نظر لاندي دې عملي شي:

۱ـ کوښښ وکړئ، چې هره ورځ حمام ونه کړئ.

۲ـ وېښتان مو تل مرطوب وساتئ، ترڅو ډېر وچ نه وي، او د دې کار لپاره له بېلابېلو د ویښتانو غوړو څخه ګټه واخلئ، چې تر ټولو ښه یې د بادام غوړ، زیتون غوړ او شلشمو غوړ دي.

۳ـ وېښتان مو ږمنځ کړئ.

۴ـ ویښتان مو په فلزي برس او ږمنځ مه ږمنځوئ، کوښښ وکړئ داسې برس واخلئ، چې د لرګي وي، او یا هم پلاستیکي.

۵ـ د وېښتانو د پریمنځلو څخه وروسته مو ویښتان د ډاکټر د لارښوني سره سم په نرموونکو، غوړو یا مناسب ماسک سره غوړ کړئ. دا کار مو د ویښتانو وچوالي او ماتېدو مخه نیسي.

۶ـ د وېښتانو پریمنځلو په وخت کي مو وېښتان ډیر مه سره نښلوی.

۷ـ که ستاسو پوستکی وچ وي، نو د وچو وېښتانو لپاره ځانګړې شامپو د ډاکټر د مشورې سره سم استعمال کړئ.

۸ـ د هر ځل پریولو سره یوازې یو ځل شامپو استعمال کړئ. ځکه هر څومره چې شامپو دېره استعمال کړو، هغومره مو د سر پوستکی وچوي.

۹ـ د کیمیاوي رنګونو څخه کار مه اخلئ، ځکه د ویښتانو ډېری رنګونه مو ستاسو د ویښتانو په طبیعي رنګ بده اغېزه کوي، او ویښتان مو خرابوي.

پورتني ټول اصول او لارښونې باید د ډاکټر تر نظر لاندي تر سره شي، تر څو ناروغي مو بیرته را ونه ګرځی.