هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

بې‌ضرره ژوند، بې‌خطره مرګ -شهرت ننګيال

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې

بختور دي هغه کسان چې ژوند يې خلکو ته د خير او ګټې وسيله ګرځولی وي، نېکمرغه دي هغوی چې تر مرګ وروسته يې هم د خير ښېګڼې لارې پرانيستې وي.

ځکه خو د ځينو ژوند د الله تعالی بنده‌ګانو ته د خير وسيله وي، ځينو پر مرګ او له مړينې وروسته هم خلکو ته د خير او نېکي سرچينې په ګوتو کړې وي.

ځينې يوازې په ژوندوني خلکو ته د خير وسيله ګرځېدلي وي، د ځينو مړينه دغسې يوه خير ته لار برابره کړې وي، په مرګ هم الله تعالی د يوه مثبت پيغام د وړاندې کولو ظرفيت وربښلی وي.

پاچا خان ټول عمر مبارزه وکړه، پنځه ويشت کاله يې په زندان کې تېر کړل. ده خپل ډېر ارمانونه تر لاسه کړل، په خپله مبارزه او جد و جهد يې خپلې ډېرې هيلې وريژولې، خو هغه څه چې پر ژوند يې تر لاسه نه کړای شول، هغه يې په مرګ وګټلای شول. دلته ده چې د ده مبارزه بريمنه او مخ‌سورې ختلې ده.

ده په خپل مرګ ډېورنډ مات کړ، په خپله جنازه يې د ډېورنډ لمن ونغښتله.

پر هغه ورځ چې جلال‌اباد ته د ده جنازه لېږدول کېده، د ډېورنډ ټغر ټول و. نه پاکستاني پوځ دغه کرښه پر ځای ساتلای شوای، نه يې ای‌ايس‌ای د ورانولو مخه ډب کړای شوه. پر هماغه ورځ دا په ډاګه شوه چې دغه کرښه د ټينګې نه ده.

د ډېورنډ سل کاله پوره شوي نه وو چې ړنګه شوه، نه د پاسپورټ او وېزې خبره اورېدل کېده، نه د مېلشو او ايف‌سي پته لګېدای شوای، نه ګېټ و، نه ځنځير. د يوه بوډا زړو هډونو او بې‌سېکه بې‌دمې کالبوت ډېورنډ پسې اخيستی و. دا د ډېورنډ د فرضي کرښې د ړنګېدو هغه زېری او خبرداری و چې پاچا خان په خپل مرګ باوري کړ.

د ځينو ژوند او مرګ دواړه د خلکو له‌پاره عذاب وي. داسې ډېری ګرګې شته چې ژوند و مرګ دواړه يې د شر باعث ګرځېدلي وي.

پر ژوند يې پر خلکو جګړې، مرګونه، ويجاړۍ او دربدرۍ تپلې وي. د بيت المال د لوټ تالان بازار يې تود ساتلی وي، د خلکو پر عزتونو، عفتونو لوبو ته پر ورګرځېدو يې د غلاوو، غصب او خيانتونو هنګامې اووم اسمان ته رسولې وي.

پر ژوند يې د ماڼيو، بلندمنزلونو او مارکېټونو له‌پاره د خلکو او سرکاري ملکیتونو په غصب سربېره پر مرګ هم په خپلو مقبرو د غونډيو د غصب لامل ګرځېدلي وي، ځکه خو چې څوک له دغو غصبي غونډيو او ودانيو تېرېږي، که د ښېرا چپه لاسونه يې نه وي نيولي، پر ژبه يې هرو مرو د ښېراوو او بدو ردو د ټکيو تر څنګ په زړونو کې د کرکې او نفرت سپرغۍ هم په لمبو اوښتې وي.

د پير صاحب ژوند بې‌ضرره او مرګ بې‌خطره و، ځکه يې پر مرګ هم ملي درناوی په نصيب شو.

په هغه ورځ چې پير صاحب يې په غازي امان الله خان روغتون کې بستر کړی و، يوه شوخ ملګري په ټليفون راته کړه؛ ګورې به چې د کابل يوه بله غونډۍ هم غصب شي…

ما ورته کړه چا چې پر ژوند له غصبه خپلې غاړې خلاصې کړې وي، په مړونې په څو ګزه قبر خپلې غاړې نه‌شي بندولای، خو زړه مې د ملګري له دغه اندازې او وسوسې د شک له لوخړو نه‌شوای ايستلای چې دغه چاره له يوې مودې په کابل کې موډ، دود او فېشن ګرځېدلې ده. پير صاحب په خپل مرګ يو ناوړه دود مات او په يوه تلپاتې پيغام کې د پلرنۍ هديرې حقوقي او ديني حيثيت ثابت کړ.

له جهادي پښته پير صاحب هغه مشر دی چې په خپله پلرنۍ هديره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو، کومه غونډۍ او سرکاري ساحه يې د مقبرې په نامه غصب نه کړه.

درنښت په غونډيو او عامه ملکيتونو باندې د لويو مقبرو او ګومبزو په جوړولو کې نه دی، که وای، کابليانو په له غوسې، ټوکې يا واقعيته د غونډيو پر سر له دغو لويو مقبرو په نيمو شپو د ځناورو د اوازو او ډاروونکو کريږو د اورېدو پسپسکي نه کولای؟

د پير صاحب په ژوند کې د خير برخه ويړه وه، له ده سره هيڅ نزاع او کشاله نه‌شي پېيل کېدای. ده له منفي خبرې او عمل دواړو ځان خوندي ساته، له تقابله ډډې ته پاتې شوی، د هيڅ نيوکې او جارخانه تعدي ځواب ته نه دی ورګرځېدلی. د هيڅ ملامتوونکي ملامتيا يې پر زړه نه ده غوټه کړې.

پير صاحب نه په ژوندوني د چا د تکليف او ازار باعث ګرځېدلی او نه يې دا دی پر مرګ د غونډيو د غصب تور او پېغور ځان او خپلې کورنۍ ته پرېښود. د ده خير عام و، خو شر يې خاصو ته هم نه‌شوای رسېدای. په ده کې د شر عنصر ګردسره نه و، ځکه خو يې د شخصيت غوره او پام‌وړ اړخونه د ټولو پر وړاندې دي.

د ده لاسونه په بې‌ګناه وينو سره نه وو، له جهاده يې پانګه او خزانې زېرمه نه کړې.

تاسې څه واياست که د پير صاحب کورنۍ او مريدانو له دولته دغسې يوه غوښتنه کړې وای، ولسمشر به ترې مخ اړولی وای؟

شونې ده دولت خپله دغسې يو وړانديز ورته کړی وي، خو د پير صاحب د وصيت له مخې ښايي کورنۍ يې د ده د ژوند په څېر، مرګ هم خلکو ته د خير او ښېګڼې او ملي درناوي سرچينه ګرځاوه.

د پير صاحب د شخصيت پر درنښت هيچا سترګې پټې نه کړای شو چې ده جهاد هم د عدم تشدد په روحيه او فلسفه په خپلو ليکو او تنظيم کې تعميم کړی و.
ما د ده په مړينه د زړه له تله د ډېرو ژوره خواشيني او تسليت درک کړ، ځکه خو يې د جنازې کټ ته په درېدو د ځينو د ګستاخيو له امله سرونه دومره ټيټ ښکارېدل چې د سترګو پورته کولو زړه يې نه‌شوای کولای.

ځکه خو يې د جنازې کټ ته په درېدو د وخت د ګستاخانو سترګې ټيټې او پښې په رېږدېدو وې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */