ټولنیز ژوند ژوند بڼه

څنګه خاص خلک شوو؟ دلته یې لارې چارې ولولئ

لیکنه: یاران هنر
اعلان

ژباړه: صادق طارق

د ټولو خوښیږي، چې خاص خلک وي او نورو نه یې توپیر وشي.
دا یوه طبیعي او رواني موضوع ده، هر انسان د خپلو کړو وړو له مخې ځانګړی والی غواړي او هڅه کوي، چې له نورو څخه خاص او د ډېر پام وړ وي.
ممکن تاسې هم له دغو کسان اوسئ او باید هم اوسئ، خو دا کار څنګه عملي کیدای شي؟
په دې مطلب کې به یې په اړه لازمې سپارښتنې درسره شریکې کړو:

ځان وپېژنئ
د خاص والي لپاره ترټولو مهم اصل دا دی، چې هڅه وکړئ اول ځان ښه وپېژنئ. ځان نه وپوښتئ، چې څوک یاست او ځان څنګه تعریفوئ؟
کوم شیان مو خوښیږي؟ د واقعي او جزوي مسایلو په اړه څه نظر لرئ؟ د كوم کار وړتیا درکې شته؟ څه مو بدې راځي؟ په څه خوشالیږئ او په څه ځوریږئ؟
د دې پوښتنو د ځواب لپاره له هرچا پټ او ځان ته څرګند تر ټولو خپل واقعي شخصیت ته مراجعه وکړئ او ځان ته ریښتیا ـ ریښتیا ووایئ.

د ځان پېژندلو لپاره ډېر ځان سره محاسبه وکړئ. له دې سره هغه څه چې غواړئ، چې شئ او هغه څه چې یاست، ترمنځ یې ممکنات او ناممکنات درته معلومیږي او په اړه یې یوې پایلې ته رسیدای شئ.

د خاص کیدو لپاره همدا ترټولو مهم اصل دی، ځکه ترهغې چې ځان سم ونه پېژنئ، د هغې مطابق د خاص کیدو هدف ته نه رسیږئ.

خپل سبک تعریف کړئ
ترهغې وروسته، چې مو ځان وپېژنده، د خاص کیدو دویم مهم پړاو ته ورننوځئ.
دا پړاو د خپل سبک یا خاصو ځانګړنو اصل دی.

تاسې که ډېر جزوي شیان هم پخپل سبک یا سټایل وکړئ، د خاص کیدو خوا ته مو بیایي.

مثلاً: ځان وپوښتئ، چې څنګه خبرې کول غواړئ؟ څنګه پر لاره ځئ؟ کوم ډول پوښاک، تفریح، ملګري، د ژوند اصول او سلګونه نور هغه څه چې تاسې له نورو جلا کوي او د خاص والي سبب کیږي مو، غواړئ ولرئ.

د نورو له منفي نظرونو مه ډاریږئ
کله چې غواړئ خاص اوسئ، بیا نو باید واوسئ. د خاص والي لپاره د چا له نظریاتو مه ډاریږئ، تاسې باید د ځان لپاره ژوند وکړئ اوخپل ذوق، اصول او غوښتنې درته لومړیتوب ولري.

که داسې ونه کړئ، د خاص والي ارمان هم نه شئ پوره کولای.

که غواړئ خاص اوسئ، نو خاص اوسئ، په عامو خبرو پسې یې مه ګرځئ.

د خاص والي ګټې
ـ پر نفس مو اعتماد زیاتوي.
ـ له نورو څخه ځانګړی او امتیازي شخصیت دربښي.
ـ ګڼو هیلو او ارمانونو ته رسول مو ممکنوي.
ـ له خاصو او امتیاز لرونکو خلکو سره مخه کوي او شخصیت مو لا پياوړی کیږي.
ـ مثبت ګرا کیږئ، هرڅه چې غواړئ ورته د رسیدو هڅه کوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر