څنګه زړه راښکونکي شوو؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: نورحبیب حبیبزی
موږ ټول دا خوښو چې نور مو خوښ کړي او د تل لپاره يې په زړه کې پاتې شو.راښکون د هر کس غوښتنه ده او رسېدل ورته يوازې په ښه خوی او نيکو اخلاقو کېدلی شي.
کله چې هم تېرو يادونو او يا هغه کسانو ته چې تر اوسه ورسره اړيکه لرو فکر وکړو؛ نو دا به جوته شي چې هغوی به مو په زړونو کې پاتي وي، چې ښه خوی او نيک اخلاق ولري.
يو کس، کېدلی شي ظاهري ښايسته نه وي؛ خو ډېر به زړه راښکونکی وي او برعکس يو کس به ظاهري ډېر ښايسته وي خو هېڅ به زړه راښکونکی نه وي.
زړه راښکون يوه کسبېدونکې ځانګړنه ده، موږ ټول کولی شو چې ترلاسه يې کړو.
انسان يو ټولنيز موجود دی او کله چې حس کړي چې د نورو نه خوښېږي او په ټولنه کې د منلو وړ نه دی؛ نو د کمبختۍ احساس کوي.
زيات به مو اوريدلي وي، چې له خلکو سره هغه چلند کوئ! کوم چلند چې د هغوی خوښېږي؛ مګر بل څوک نشو مجبورولی چې همدا وړ چلند له موږ سره هم وکړي.
زموږ کړنې او وړتياوې بايد تغير وکړي او پراختيا پيدا کړي؛ هغه خوښي چې د انسان په دننه کې په ولولو وي او هغه کړنې چې په ځان د باور په پايله کې ترسره کېږي، پرته له شکه په هره ټولنه کې مثبت اغېز لري.
تل مو ظاهري بڼې ته پام وکړئ او له نورو بېل (متفاوت) اوسئ!
د ظاهري بڼې همغږي مو زړه راښکونکي کوي، دا کار دې ته اړتيا نلري چې موږ دې بېلابېل شيان پر ځان ومږو اويا يې هم واغوندو.
د ظاهري بڼې همغږي په ساده ګۍ کې هم کېدلی شي، لږه مسکا او د څېرې روڼ والی هم کولی شي چې ژوره زړه راښکونيتا درکړي.
نرمې او پستې خبرې کوئ!
کله چې هم نرمې او پستې خبرې کوئ؛ نو ډېر خلک د ځان پرلور را ماتوئ او پر هغوی اغېز پرې باسئ، عصباني، چغې وهونکي او غوسه ناک خلک د خبرو کولو لپاره وړتیانه لري او د څنګ خلک هم ترې د لرې والي هڅه کوي؛ ځکه نه يې خوښېږي. ظاهري بڼه بايد له باطني هغې سره همغږي ولري با ادبه او منونکي خلک زړه راښکونکي وي، چې دا ډول زړه راښکون له باطنه سر چينه اخلي.
پرېکنده دريځ ولرئ!
پرېکنده دريځ لرونکي خلک رڼې موخې او روښانه ارزښتونه لري او ډېر زړه راښکونکي وي. موږ ټول هم په ځان باور لرونکي او تصميم نېونکي خلک خوښوو.
کله چې رڼې او روښانه موخې ولرو، د ترلاسه کولو لپاره يې په ځان پوره باور پيدا کوو او پوره زړه راښکونکي کېږو!
ډېری وخت غلي پاتې شئ!
ډېرې خبرې کول او بې ځايه چغې وهل مو زړه راښکونتيا ته په ګټه نه دي. ځينې وختونه غلي پاتې کېدلو سره په رواني توګه په مقابل لوري ژور اغېز پرې باسئ!
ډېرې خبرې کول يعنې لږ اوريدل دي. هغه خلک چې ډېر اوري داسې څه ته يې پام ور اوړي، چې د نورو خلکو پام ورته نه وي او هغو ټکو ته چې د ده ورته پام شوی، کولی شي په اسانۍ او پوره فکر سره يې په اړه غبرګون وښيي.
غلي پاتې کېدل او غوږ نيول مو د هوښيارتيا څرګندونه کوي او د دې سبب کېږي، چې نورو ته په ځان باور لرونکي ښکاره شئ، چې همدا درسره د صميميت په پيدا کولو کې پوره مرسته کوي.
زياتې نېوکې مه کوئ!
موږ ټول د نېوکو وړ ټکي لرو او کېدلی شي داسې کړنې ترسره کړو چې د نورو د خوښې وړ ونه اوسي؛ خو دا هيله لرو چې څنګه يو،  داسې مو خلک ومني.
په نورو د امر کولو او د هغوی په کمزوري ښودولو خپلې وړتياوې مه لږوئ! که تل غواړئ، چې له نورو ځان لوړ وښيئ؛ نو پوه شئ چې تر څنګ خلک مو دلاسه ورکوئ او ټول به درنه په تېښته وي.
خلک دا خوښوي چې د نور په نظر کې ارزښتمن او مهم ښکاره شي. د ځان د مهم ښکاره کولو په موخه نور مه کوچني کوئ او مه پرې د خلکو پر وړاندې نېوکې کوئ!
هڅه وکړئ! چې  د نورو خوښ شئ او ورته زړه راښکونکي شئ، په نورو ځان جګ او لوړ مه ګڼئ او که تاسو لوړې وړتياوې لرئ بايد له هغې ګټه پورته کړئ، نه دا چې د نورو د پرمختګ پر وړاندې يې سپر کړئ.
کله چې د نورو په زړه کې ځای لرئ او تر څنګ مو دوستان زيات وي:
د سوکالۍ احساس کوئ او کله چې د ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان شئ، داسې څوک لرئ چې خبرو ته مو غوږ ونيسي او تسلي درکړي. دا مو فزيکي ارمتيا ته هم ګټه رسوي.
ګړندي کېږئ او روان مو ورسره د ارمتيا او سوکالۍ احساس کوي. زيات فرصتونه مخې ته درته راځي او د پرمختګ سبب مو کېږي؛ ځکه بېلابېلو خلکو سره مو اړېکې پيدا کېږي او پراخېږې.
کله چې  له نورو ځانته والی غوره کوئ او نشی کولای چې نور تر څنګ وساتی:
هېڅ خواخوږی او ملګری به ونه لرئ، په دې توګه به مو ذهني، جسمي او روحي هوساينه د منفي اغېز لاندې راشي. د زړه تنګون، انديښنو او ناهيليو په وخت کې به څوک ونه لرئ چې زړه خواله ورسره وکړئ، چې له دې سره مو کړنې کمېږي، زيات وخت په کور کې يوازې پاتې کېږئ او ژر له ياده وځئ!
له غېبت او سپکو خبرو ځان وساتئ!
کله چې نورو ته په سپکه سترګه نه ګورئ او د ملګرو په نشتون کې د هغوی سپکاوی نه کوئ، په رښتينې توګه او له زړه يې ستاينه کوئ، همدا ده چې د نورو په نظر کې زړه راښکونکي ښکارئ!
زياتې خبرې مه کوئ!
په بېلابېلو مسايلو کې له حد نه زيات تشريحات او توضيحات مه ورکوئ، له دې کار سره مو د خبرو ارزښت له منځه ځي او دا کار مو د دې ښکارونديي کوي چې تاسو په ځان کم باور لرئ او په دې ډاډه نه ياست چې نورو خلکو به ستاسو خبرې منلې وي.
په خپلو خبرو کې د اضافه او بې ځايه خبرو په نه کولو سره، خلک دې ته لېواله کېږي چې ستاسو خبرو ته په ښه شکل غوږ ونيسي او پر تاسو پوره باور وکړي او همدا مسله ستاسو زړه راښکون زياتوي.
له زړه راښکون نه موخه متکبر کېدل نه دي؛ په اصليت کې تکبر د زړه راښکون(جذابيت) ضد دی.
د خوښېدنې غوښتنه له خجالت ويستلو سره همغږي نه لري، خوښېدنه هغه څه دي چې زيات خلک تاسو وپېژني او په قدر مو پوه شي.
د خوښېدنې لپاره بايد هر څه ته لاس وا نه چوو يعنې غوړه مالي ونه کړو، ځينې خلک ځاني زړه راښکون لري او پرته له کومې هڅې نور په ځان را ماتوي؛ مګر ځيني وختونه بايد هڅه وکړو ترڅو تر زړه راښکون ورسېږو. کله کله موږ د ډېرو هڅو سره سره هم پر خپلو چارو نه بر لاسي کېږو، د دې لپاره چې په حيرانونکي توګه په دې چارو برلاسي شو لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ!
۱ هوسا اوسئ!
موږ ځيني وختونه له ځان سره هوسا نه يو؛ په خاص ډول په ټولنيزو ځايونو کې. موږ کولی شو، چې د خپلې هوساينې سطحه لوړه کړو او د بېلابېلو لارو روحي سکون پيدا کړو، چې له دې سره مو په ځان باور زياتېږي او زړه راښکون په ځان کې ليدلی شو.
۲ ښه غوږ نيوونکي او ښه پوښتونکي و اوسئ!
خلک دا خوښوي چې د ځان په اړه خبرې وکړي؛ نو له نورو سره تاوده اوسئ او هوسا اړېکه ورسره جوړه کړئ! هغوی ته داسې احساس ورکړئ! چې په هوساينې سره درته د ځان په اړه خبرې وکړي او پوښتنو ته مو ځوابونه درکړي.
۳خپلې روغتيا ته مو پوره پاملرنه وکړئ!
کله چې يو کس پر ځان ويسا او په چارو کې بريالی وي، نو زړه راښکون په کې پيدا کېږي.
که چېرته يو کس مات او ماتې منونکی بريښي او خپلې روغتيا ته پاملرنه نه کوي؛ نو نشي کېدلی چې زړه راښکون پکې پيدا شي.
د مهال ويش سره سم سپورت وکړئ! سم خوراک وکړئ! او تر ډېره د خپل ځان خيال وساتئ! تر څو نورو ته هم د خوښې وړ اوسئ!
۴کيسه ويل زده کړئ!
ډېری پېژندل شوي او مشهور خلک هغه دي، چې د خبرو کولو په وخت کې په کيسو، متلونو او روايتونو زيات پوهېږي.
دا کيسي ممکن په خپل ځان کې دومره غوره نه وي؛ خو که په مناسب ځای او وخت کې ترې استفاده وشي، ستاسو خبرو کې راښکون(اغيزمنتيا) پيدا کوي.
خپل شاوخوا په ښه شکل وګورئ! پر ځای او وړو خبرو، هغه کيسې چې له مخکې مو زده دي او هغه څه چې د مطالعې له لارې مو زده کړي وي، ټول پرې پر ځان را مات کړئ!
۵مثبت اوسئ!
ټول دا خوښوي چې د داسې خلکو تر څنګ و اوسي چې مثبت وي، نه د هغو خلکو په څنګ کې چې تل نېوکې، شکايتونه او منفي خبري کوي.
په هر ځای کې چې کولای شئ مثبت ټکي وګورئ! هر څه مو په وړاندې مثبت کېږي. په دې توګه د خلکو پر وړاندې ټولنيز څرګندېږئ! کيدای شي فکر وکړی، چې ځاني پياوړتيا هغه څه ده، چې له اوله په تاسو کې موجوده وي؛ مګر د هغه انځور د بدلون په وسيله چې د خپل ځان په اړه يې په خپل ذهن کې لرئ! کولای شی په اسانۍ سره پياوړتيا مو زياته کړئ.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.