سپورټ کرکټ وزش او تمرین

بیګ باش لیګ: خوښ یو، چې د نړۍ غوره لوبغاړي راسره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا هیواد د کرکټ کورني تجارتي لیګ(بیګ باش) خوښي څرګنده کړې، چې یوځلې بیا دوو افغان لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان ورسره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

دې لیګ پر خپلې رسمې ټویټر‌پانې ویلې، چې په شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی راشدخان، په شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی محمدنبي او د شل اوریزه سیالیو لومړی نمبر توپوهونکی ډیویډ میلان به په بیګ باش لیګ کې ولوبیږي.

یاد پوسټ کې راغلي، چې نور نشو کولای صبر وکړو.

محمدنبي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د اسټرالیا په کورنیو تجارتي سیالیو کې د لوبېدو په موخه څلور ورځې مخکې یوځلې بیا د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

میلبورن لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د دې خبر تایید کړی او افغان لوبغاړي نبي عیسی خېل ته یې د یوه پوسټ له لاري بیا ښه راغلاست ویلی.

یادې لوبډلې د ښه راغلاست ترڅنګ لیکلې، چې دا په حقیقت کې ولسمشر دی.

د میلبورن رینیګیډز لوبډلې روزونکي مایکل کلینګر ویلې، چې نبي عیسی خېل دوی ته زیات ارزښتاکه لوبغاړی دی په بیلابیلو وختونو کې هم غوره توپوهنه او هم غوره توپ‌اچونه ترسره کوي.

کلینګر زیاته کړه، چې موږ به هغه ته په حساسو وختونو کې توپ‌اچونه ورکړو.

د رپوټونو په اساس د اسټرالیا بیګ باش لیګ سږ کال د لسم ځل لپاره ترسره کیږي، چې دې لیګ کې له ګډونوالي لوبډلې سره به بیا د نبي څلورم پړاو وي.

نبي له یادې لوبډلې سره په ترسره کړو دریو پړاونو کې ۴۷۶ منډې جوړې کړې او ۲۱ ویکټې یې اخیستې دي.

راشدخان

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان هم د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې یوځلې بیا د خپلې پخوانۍ لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره د لوبېدو په موخه تړون لاسلیک کړ.

د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې ګډونوالې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز پر خپلې ټویټرپاڼې له راشدخان څخه مننه کړې، چې یوځلې بیا یې تړون ورسره لاسلیک کړ.

دې لوبډلې ویلې، د ویاړ خبره ده، چې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی ورسره لوبیږي.

افغان توپ‌اچونکي راشدخان ارمان هم له دې تړونه خوښي ښوودلې او ویلې یې، چې ددې لوبډلې ټول لوبغاړي ورته د یوې کورنۍ د غړو په شان ښکاري.

راشدخان ارمان د اسټرالیا بیګ باش لیګ کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې له‌پاره تر دې دمه ۴۰ لوبې ترسره کړې او ۵۶ ویکټې یې اخیستې دي.

د دې ترڅنګ هغه په یادو سیالیو کې د ۱۶۱،۱۴ سټرایک ریټ سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې دي.

بیګ باش لیګ کې نور افغان لوبغاړي

ددې لیګ په نورو پړاونو کې د راشدخان ارمان ترڅنګ نبي عیسی خېل، مجیب‌الرحمن، قیس‌احمد او ظاهرخان لوبېدلې.

د یاد لیګ په سږنې پړاو کې تر راشدخان مخکې پرون افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل له خپلې پخوانۍ لوبډلې میلبورن لوبډلې سره تړون وکړ او سږ‌کال هم له دې لوبډلې سره لوبیږي.

خو د قیس احمد پرځای یې لوبډلې له بل لوبغاړي سره تړون کړی او د دې افغان لوبغاړي د لوبېدو چانس کم دی.

د مجیب‌الرحمن او ظاهرخان د لوبېدو په اړه لاتراوسه رسمي خبرونه نه دي خپاره شوي.

د اسټرالیا بیګ باش لیګ

د ویک پیډیا د معلوماتو له مخې د اسټرالیا بیګ باش لیګ به د ډیسمبر میاشتې په درېیمه نېټه پيل شي او د راتلونکې ۲۰۲۱م د فیبرورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام وکړې.

خو د دې لیګ مهالوېش لا تراوسه نه دی خپوری شوی او ریپوټونه وايي، ممکن د دې لیګ د پيل په نېټه کې تغیرات راشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ