مارچ 5, 2021

بیګ باش لیګ پای ته ورسېد؛ سږ کال پکې ۵ افغان لوبغاړي ولوبېدل

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا کورنۍ تجارتې سیالۍ د ډیسمبر میاشتې په درېیمه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوي وې، چې پرون شنبه د سیډني سیکسرز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
ددې ټورنمنټ په پایلوبه کې سیډني سیکسرز لوبډله د پیرت سکارچرز لوبډلې سره مخ شوه، چې سیډني سیکسرز لوبډلې په ۲۷ منډو بریا خپله کړه او د درېیم ځلې لپاره یې لومړی مقام وګاټه.

د پایلوبې بشپړ حال

یاده پایلوبه کې لومړی سیډني سیکسرز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډې وکړې او پیرت سکارچرز لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکی.
د سیډني سیکسرز لپاره جېمز وینس ۹۵، ډانیل چریسټن ۲۰، موسیس هانریکس ۱۸ او جورډن سیلک بیا ۱۷ منډې جوړې کړې.
د پیرت سکارچرز لپاره دوې ـ دوې ویکټې ریچارډسن او انډري ټای واخیستې، خو یو لوبغاړی بیا فواد احمد وسوځاوه.
کله چې د پیرت سکارچرز لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شول، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۱ منډې وکړې او په ۲۷ منډو یې پایلوبه وبایلله.
پیرت سکارچرز ته لیوینګسټون ۴۵، بنکروپټ ۳۰، ایرون هیرډي ۲۶ او جوشو انګلیس بیا ۲۲ منډې وکړې.
د سیډني سیکسرز لپاره بیا بینجمین ډوارز درې، خو جېکسون بیرډ، سین ابوټ او ډانیل چریسټن دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د بیګ باش لیګ لس واړه پړاونه

د بیګ باش لیګ په لومړي پړاو کې سیډني سیکسرز، په دویم پړاو کې بریسبین هیټ، په درېیم پړاو کې پیرت سکارچرز، په څلورم پړاو کې پیرت سکارچرز، په پنځم پړاو کې سیډني تندرز، په شپږم پړاو کې پیرت سکارچرز، په اووم پړاو کې ایډلیډ سټرایکرز، په اتم پړاو کې میلبورن رینیګیډز، په نهم پړاو کې سیډني سیکسرز او لسم پړاو کې هم سیډني سیکسرز لوبډلې اتلولې خپله کړې.

ددې لیګ په سږني پړاو کې افغان لوبغاړي

سږ کال په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي راشدخان، محمدنبي، ظاهرخان، مجیب ځدران او نوراحمد لکڼوال د بیلابیلو لوبډلو سره ولوبېدل، چې له ډلې یې راشد او نبي خورا ښه وځلېدل.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي