افغانستان رسنۍ

بي بي سي – فارسي که د ایران ایرنا خبري اژانس؟

لیکنه: ګلاب هېواد

 

هرات ته نژدې سرحدي سیمه کې د  ایراني پوله ساتو له خوا د افغان مسافرو د شکنجې او پر سیند د لسګونو کسانو د ډوبولو ځورونکي عکسونه او خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي او په دې اړه ګڼ افغانان خواشیني او غوسه دي.

نن سهار ددې لپاره چې د پېښې په اړه ښه او زیات معلومات پیدا کړم، بي بي سي فارسي ویب پاڼې ته ورغلم. بي بي سي فارسي ویب پانې له ځانه سره د افغانستان برخه هم ملګرې کړې، نو داسې یوه ویب پاڼه چې ایران او افغانستان یې ټارګیټ سیمې وي، دا موضوع ورته جالبه او مهمه ده او باید له څو اړخونو ورته کار وکړي.

خیر، د بي بي سي فارسي لومړۍ پاڼه خو هیڅکله د افغانستان خبر سر کې نه ځایوي او تل د ایراني اخواندانو په تصویرونو لړلې وي. که یو اخوند یو ټوخ هم کړی وی هغه د دوی د سر موضوع وي. خو که نیم افغانستان هم اور اخیستی وي د بي بي سي فارسي په سر موضوع کې ځای نه لري.

خو د ویب پاڼې په مینو کې مې پر افغانستان کلیک وکړ، او په دې تمه چې بي بي سي فارسي افغان او ایراني دواړو سرچینو ته لاس لري ګوندې په دې اړه هر اړخیز، څیړنیز راپورونه او کره معلومات ولري د بي بي سي فارسي افغانستان برخه پرانیسته. خو د افغانستان د برخې سر کې هم په دې اړه څه نه وو.

لاندې مې وکتل یو راپور مې وموند چې د ایراني پوله ساتو له خوا د افغانانو د ډوبیدو پر موضوع دی.

راپور سر تر پایه داسې لیکل شوی لکه د ایران ایرنا، ایسنا او یا فارس خبري اژانسونو چې لیکلي وي.

ظاهرا د افغانستان د بهرنیو چارو د ویاند ګران هیواد له یو محتاطانه ټویټ پیل شوی چې وايي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پېښې د څیړنو امر کړی.

نور په داسې حال کې چې بي بي سي فارسي هرات کې خبریالان لري، موضوع یې له نژدې کتلي، په سیمه کې کافي شواهد شته چې پېښه همداسې شوې او لسګونه افغانان ایراني پوله ساتو اړ کړي چې ځانونه په سیند ډوب کړي، خو د بي بي سي راپور تر پایه دعیني شاهدانو خبرې او نور شواهد  ټول ادعاوې بللي دي. د ادعا او مدعي کلیمې یې په راپور کې دومره کارولي لکه یو کس چې یا له ویرې او یا په لوی لاس غواړي وښيي چې دا هر څه درواغو ادعاوې دي او حقیقت نه لري.

راپور مې په دې تمه تر پای ولوست چې ګوندې بي بي سي فارسي چې د ایران او افغانستان ترمنځ شریکې مسالې ورته ډیرې په زړه پورې دي او اصلا یې د همدې مسالو څېړل دنده  ده، ښايي له ادعاوو راووځي ، د چارواکو یا نورو سرچینو په  حواله د پېښې په اړه کومه کره او معلوماتي خبره وکړي. خو تر پایه مې څه ونه موندل. ان راپور کې یې د هرات د روغتون او د هرات د چارواکو څرګندونو ته هم ددې لپاره ځای نه و ورکړی چې ښايي د پېښې اثبات کې مرسته وکړي.

خو چې د راپور پای ته ورسیدم، پای یې راته تر ټول راپور حیرانونکې او هېښونکې وه.

د ژورنالیزم د اصولو له مخې د یو راپور یا ګزارش پای د راپور نتیجه ګیري ده. د راپور پای داسې یو څه دي چې لوستونکی هماغه د پریکړې او پایلې په توګه اخلي. اصول ټینګار کوي چې د راپور پای باید په داسې څه ونه شي چې د یو طرف نظر وي، ځکه دا چې پای نتیحه ګیري ده نو که د یو طرف نظر ولرې لوستونکي هماغه د حقیقت او پایلې په توګه مني.  ځکه خو په ژورنالیزم کې د راپور، خبر او ګزارش پای او دا چې څنګه جوړه شي چې ښه او بې طرفه پایله وي یو جدي او علمي بحث دی.

خو د بي بي سي فارسي ایران پلوو ژورنالیستانو خپل دا راپور د ایران د امنیتي ځواکونو په یو بیان پای ته رسولی او وايي:

”  د ایران د محصلانو خبري اژانس ایسنا د ایران د انتظامي ځواک له قوله راپور ورکړی چې ددې خبر له خپریدو وروسته له ځنډ پرته دا موضوع وڅیړل شوه، او ارزونې وشوې. معلومه شوه چې د افغانستان او ایران په پولو کې داسې هیڅ پېښه نه ده شوې او دا موضوع صحت نه لري“

اوس د بي بي سي فارسي ایراني ژونالیستانو ددې فاجعې په اړه په خپل راپور کې د قربانیانو ټولې څرګندونې ادعاوې وبللې او د راپور په پای کې یې لوستونکی له دې نتیجه ګیرۍ سره پرېښود چې ایرانیانو نه یوازې دا پېښه بې ځنډه وڅیړله بلکې معلومه یې کړه چې په اوبو کې ډوب شوې او وژل شوي کسان او ژغورل شوي ټول درواغ وايي او دا ادعاوې سمې نه دي.

بي بي سي فارسي دا لومړی ځل نه دی چې د ایران له خوا د افغانانو په وړاندې د جبر و ستم په روانو هڅو پرده اچوي، بلکې دا رسنۍ هغه راپورونه چې په افغانستان کې د قومي تفرقي، کرکې او تبعیض سره مرسته کوي ډیر په اخلاص خپروي. خو هغه څه چې په افغانستان کې د ایران د ګټو خلاف وي، او یا لږ تر لږه د افغانانو د درد په اړه پرلپسې پټوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد

تبصره مو ولیکئ