افغان بزګرانو ته له کرونا سره د مبارزې چلونه ښودل کیږي

راپور: بشر درویش
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه بڼوال او بزګرانو ته کرونا سره د مبارزې په هکله پوهاوی ورکوي.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي، له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویرس څخه د مخنیوي او د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا د لارې چارې په هکله بزګرانو او بڼوالو ته د پوهاوی کمپاین په لاره اچولی دی.

د ښځینه او نارینه کروندګرو پوهاوی

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نارینه او ښځینه کروندګرو او مالدارانو ته د روغتیایي سپارښتنو په رعایت سره په ګروپونو کې د کرونا سره د مبارزې لارې چارې ښیي.

یوه مسجد کې ښځینه مالدارانو او کروندګرو ته پوهاوی ورکول کیږي – وزارت

یاد کاري ګروپونه، تر دې مخکې ددې پروژې له خوا د بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا د فعالیتونو د پلي کېدو په پار جوړ شوي ول.
سرچینې ویلي؛ یاده پروژه د نړیوال روغتیایي سازمان او د هېواد د عامې ورغتیا وزارت له لارښوونو په استفادې سره یو شمېر پیغامونه جوړ کړي دي او دغه پیغامونه په چاپي او غیر چاپي بڼه پر بڼوالو او مالدارانو وېشي. د عامه پوهاوی دغه کمپاین د مخکښو بزګرانو او مالدارانو او د حیواني روغتیا واحدونو له لارې کلیوالو خلکو ته رسول کیږي.
نارینه وو ته عامه پوهاوی – وزارت

پیغامونه؛ د کرونا مخ نیونې یوازینۍ لار

ددې کمپاین په پیغامونو کې ویل شوي دي، چې خلک د خپل بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا په پار کوم، سابه، مېوې او حیواني محصولات وخوري؛ څنګه خپل خواړه پاک وساتي او په خپلو چارو کې باید کوم ټکي رعایت کړي او کوم روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
له کرونا د ځان ژغورنې لپاره د عامه پوهاوي کمپاینونه نه یوازې بزګرې او بڼوالې طبقې ته، بلکې په عمومي ډول سره هم ترسره کیږي چې حکومت، بنسټونه، افراد او ډلې یې چارې پرمخ وړي.

ښځینه مالدارانو او کروندګرو ته پوهاوی – وزارت

کرونا هغه وبايي ناروغي ده چې تر اوسه هیڅ درمل او واکسین ورته نه دی جوړ شوی او یوازینۍ لاره یې همدا بلل کیږي چې خلک پوه شي، ځان پاک وساتي او له بیرون ګرځیدو او په ځانګړي ډول هغو خلکو نه لرې شي چې د کرونا ناروغۍ نښې لري، چې همدا تګلاره ټوله نړۍ کې پلي کیږي، اما په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي کمزوري او ناپوهۍ له امله دې ټکو ته ډیر پام نه کیږي.
په دې وروستیو کې خو په ځینو ولایتونو کې د قرنطین د ختمیدو اعلان هم شوی دی چې دغه حالت د خلکو تشویشونه هم زیات کړي دي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب