سپورټ وزش او تمرین

تر یوې سختې لوبه وروسته ماته؛ مبارز له اوله ډیر ښه روان وو

د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړي بازمحمد مبارز د تېرې جمعې په ورځ له خپل روسي سیال ګومزیاکوف څخه ماته وخوړه.

دا په تېرو دوو کلونو کې دویم ځل دی، چې بازمحمد مبارز له روسي سیالانو څخه ماتې خوري.

د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې یې له کناکوف څخه هم ماته خوړلې وه او اوس یې له ګومزیاکوف څخه ماته ومنله.

بازمحمد مبارز د جمعې په ورځ له خپل روسي سیال ګومزیاکوف څخه ماته وخوړه.

دا سیالي چې په روسیه کې ترسره شوه، پکې بازمحمد مبارز د خپل سیال پر وړاندې په درېیم راونډ کې بهر یا ناک اوټ شو.

په لومړي سر کې بازمحمد مبارز خورا ښه مخته روان و او داسې برېښېدله چې خپل سیال به مات کړي.

په لومړي پړاو کې یې خپل حریف راوغورځاوه؛ خو په درېیم پړاو کې بیا بازمحمد مبارز له ماتې سره مخ کړ.

Baz Mohammad Mubariz loses to his Russian MMA Rival | Ariana News

په وروستیو کې ګومزیاکوف وتوانېد او مبارز یې یو ګوزار د مخ په حصه کې وواهه او له دې سره یې د مبارز مقاومت یو څه کمزوری کړ.

د لوبې په وروستیو شېبوکې مبارز ماته وخوړه او د اتلولۍ جام روسي ګومزیاکوف پورته کړ.

دا سیالي د ۱۱۶ نمبر ترعنوان لاندې ترسره شوه.

دا د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړي بازمحمد مبارز دویمه ماته ده، چې له روسي سیالانو یې خوري.

۲۰۱۹ کال سپتمبر کې روسي دېنېس کاناکوف بازمحمد مبارز ته ماته ورکړې وه او اوس یې له ګومزیاکوف څخه هم ماته وخوړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ