بریا او پرمختګ خوندیتوب ژوند بڼه کورنی ژوند

کله ناکله ځینې ارزښتونه د وخت د کموالي له امله نشو پېژندلای

لیکنه: مهر تاج
ژباړه: مهر تاج

سهارنی ته ناست وو، ما یو نظر وروکاته بیا مې سر ښکته کړ ورته ومې ویل: “غواړم له تا سره پر یوه مهمه موضوع خبرې وکړم؟”
هغې وویل: “مهرباني، اورم!”
ـ سل زړونه مې یو او په سختۍ مې وویل: “زما یو بل څوک خوښه ده، هغه نجلۍ زما په دفتر کې کار کوي او دا یو کال کېږي، چې زه د هغې په مینه کې راګیر یم. زه له هغې سره واده کول غواړم، خو هغه ضد کوي چې لومړی باید تاته طلاق درکړم. او زه له هغې پرته ژوند نشم کولای.”

دا یو دم په غوسه له ځایه پاڅېده، زه پوهېدم چې د دې خبرې زغم د دې لپاره سخت دی، مګر ما څه کړی وای، ما هم خپله نوې مینه نشوای پرېښودلای. زموږ ترمنځ پر دې موضوع زیات جر او بحث وشو، زه په غوسه ترې ووتلم، د شپې هم ناوخته کور ته راغلم، خپلې کوټې ته چې ننوتم، ګورم چې مخ یې بل طرف ته اړولی، پرته ده او ژاړي. زوی مو ویده و، زه د دې په حالت پوهېدلی شوم، ځکه خو مې څه ونه ویل او زه هم ویده شوم.

سهار چې کله ما دفتر ته تګ لپاره ځان تیاراوه، هغه مې خواته راغله: “غواړم یو څو خبرې درسره وکړم؟”
ورته مې کړل: “ها، اورم، وایه!”

ـ که ته غواړي چې ماته طلاق راکړې، نو سمه ده، څنګه چې ستا خوښه وي، زما درسره رضا ده، مګر زه درڅخه یو څه غواړم!؟

ما ورته زر وویل: “هو ولې نه! فکر مه کوه، زه به دا کور هم ستا په نوم کړم، ضرورت نشته چې ته کوم بل چیرته لاړه شې، همدلته اوسېدلې شې.”

ـ نه، داسې څه نه درڅخه غواړم، فقط وایم، چې که ته طلاق راکوې، نو یوه میاشت بعد یې راکړه اوس نه. اوس زموږ د زوی امتحانونه دي، زه نه غواړم چې زموږ د طلاق اثر زموږ په زوی پرېوځي او د دې یوې میاشتې په موده کې، چې ته دفتر ته ځې او زه دې بدرګه کوم، نو د دروازې پورې مې درسره په غیږ کې وړه، لکه څنګه چې دې د واده په اولو ورځو شپو کې کول، هغسې…”

د دې دا خبره عجیبه وه، مګر بیا هم ما «نه» ورته ونه شوای کړای او ژمنه مې ورسره وکړه؛ کله مې چې د دې ژمنې خبره خپلې نوې مینې ته وکړه، هغې ښه ډېر وخندل او بیا یې راته وویل: “سمه ده دا کار هم وکړه، هسې هم د یوې میاشت خبره ده، تېره به شي…”

د وعدې مطابق چې کله دفتر ته تللم، نو دا مې په غېږه کې واخیسته، دا زموږ د دواړو لپاره ستونزمنه وه، ځکه زمونږ ترمنځ اوس ډېر لېریوالی راغلی و، څنګه چې مې غیږ کې پورته کړه تر څنګ ولاړ زوی مو له خوشالی نه چکچکې کړې، اله اله، پلار مې مور په غېږ کې واخیسته؛ پلار مې مور په غېږ کې واخیسته…

د دې لاسونه زما له اوږو تاو او سر یې زما په سینه اېښی تر دروازې مې یوړه، بله ورځ مې بیا هم همداسې وکړل، خو کله چې به مې هم دا په غېږ کې پورته کوله، زوی به مو له ډېرې خوشالی نه الوتلو…

دا سلسه روانه وه، په دغه موده کې موږ یوه ته هم ستونزه نه وه، زما دې دروغجنې مینې زما زوی ډېر خوشالاوه…

IMG-20200817-WA0001.jpg

د وخت په تېریدلو سره، زه پوه نه شوم، چې ولې ورځ تر بلې د دې وزن کمېږي…

میاشت تېره شوه، نن زمونږ د طلاق ورځ وه، کله مې چې دا په غېږ کې پورته کړه، دې زما سترګو ته ډېر کتل، دا چې ما خپله مینه نه شوای پرېښولای، ځان مې قابو کړ، ورته مې وویل: “نن به د طلاق کاغذونه راوړم…”

په ټوله لاره مې د دې په هکله فکر کاوه، موټر مې د خپلې نوې مینې کور مخې ته ودرېده، چې زما په تمه وه، نه پوهېدم چې نن ولې د دې په لیدو زما زړه خوشاله نه و.

ورته مې وویل: “زه له تا سره واده نشم کولای، زه د خپلې مېرمنې سره مینه لرم، زموږ ترمنځ شاید د نزدیکیت کمی و، کوم چې په دغه یوه میاشت کې ما احساس کړو، زموږ په اړیکه کې زموږ د زوی خوښې نغښتې ده، زه خپله مېرمن نه شم پرېښودلای…”

دا (نوې مینه) په ما ډېره په غوسه شوه، مګر ما یې پروا ونه ساتله، بېرته مور ته کېناستم، د ګلانو دوکان څخه مې یوه دسته د ګلانو ګېډۍ راواخیسته او د کور په طرف روان شوم…

مګر کله چې زه کور ته ورسېدم، نو ډېر راباندې ناوخته شوی و، هغه چې له دوو میاشتو راهیسې د کینسر (سرطان) له ناروغۍ سره جنګېدله، نن یې د ژوند لوبه بایللې وه … ما شاید د دې د مینې په پېژندلو کې ډېر ناوخته کړی و، ډېر… هغه تللې وه، ډېره لیرې تللې…

زما لپاره یې یو لیک لیکلی و:

“زه درڅخه ځمه، اوس ته کولای شې، چې په اسانۍ او بې خنډه، له خپلې نوې مینې سره په خوشالی ووسېږې او واده وکړې.

تاته مې «په غیږ کې د اخیستلو» خبره ځکه کړې وه، چې زموږ زوی دا فکر وکړي، چې ته د نړۍ بهترین پلار یې او ستا په اړه همیشه ښه (مثبت) فکر ولري، داسې فکر ونه کړي چې «کله زما د مور ورته ضرورت و، نو زما پلار هغه تنها پرېښوده او له بلې مېرمنې سره لاړ»

زه ستا نفرت له ځانه سره وړمه، خو د زوی په زړه کې مې ستا لپاره مینه پیدا کومه او ځمه…”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ