مارچ 9, 2021

بیت الفتوح؛ په لوېدیځه اروپا کې شپږم او د نړۍ په کچه پنځلسم لوی جومات

Advertisements
ژباړه: حمیدالله حمیدي

د بیت الفتوح جومات په لوېدیځه اروپا کې شپږم لوی او د نړۍ په کچه ۱۵ لوی جومات شمېرل کېږي. دغه جومات په ۲۰۰۳م کې د لندن د جنوب لوېدیځ‌مېشتو مسلمانانو لخوا جوړ شوی، چې پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د بیت الفتوح جومات په ۲۱ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ټول ټال پرې پنځه میلیونه او ۵۰۰ زره پونډه لګښت راغلی دی. دغه راز جومات یوه لویه ګنبده، یوه لویه او بله کوچنۍ منارې هم لري، چې جومات ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.
جومات د ښځینه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړی ځای لري. د بیت الفتوح جومات پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر نور ملحقات لکه د غونډو لپاره تالار، بېلابېلې ځانګړې خونې او یو لوی کتابتون هم لري. په ۱۳۹۴ هـ کې د جومات په شاوخوا کې اور لګېدنه رامنځته شوه.
د اور وژنې ټیم خپله ټوله هڅه وکړه تر څو جومات ته زیان ونه رسېږي، خو له هڅو سره سره بیا هم د جومات کتابتون او یو شمېر نورو برخو ته په کې زیان واوښت، چې بیا له سره ورغول شوې.
په جومات کې پر پنځه وخته لمونځ سربېره د جمعې او اخترونو لمونځونه هم ادا کېږي، چې زرګونو مسلمانان په کې ګډون کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي