اپریل 23, 2021

د خپلوخوبونو په غښتلتیا باور ولرئ

خداى هېڅکله داسې يوه نظريه د چا په ذهن کې نه ځایوي چې د ترلاسه کولو توان یې نه وي. د همدې لپاره هر څیز او هر کس د يو بې ساري مقصد لپاره جوړ شوي.
کوم کار چې، اوبه کوي، تيل يې نشي او کوم کار چې مس کوي، سره زر يې نشي کولاى. د ميږي نازکي د دې لامل کېږي، چې هغه حرکت وکړي.
د ونې سختي د دې لامل کيږي چې پر ځاى ولاړه پاتې شي. مارټر لوترکينګ جونير يوه تاريخي وينا واوروله، هغه ويلي؛

“دا زما خوب دى چې يوه ورځ دا ملت راپاڅي او د خپلې عقيدې په ريښتونې مانا به ژوند وکړي. موږ په دې حقيقت سره يو يوو چې ټول انسانان سره يو شى دي، بسنه کوي دا زما خوب دى چې جورجيا په غونډيو د بزګرو مريانو بچي او د بزګرو څښتنانو بچي سره يو ځاى ناست وي او د ورونو په څېر په يو ميز راټول شوي وي.
دا زما خوب دى چې يوه ورځ زما څلور بجي په داسې يو ملت کې ژوند وکړي چيرته چې د پوستکي رنګ له پلوه څوک ونه ارزول شي، بلکې د خپلو کړنو له امله وپېژندل شي. زه نن يو خوب لرم په دې عقيده چې يوه ورځ به موږ يوځاى کار، عبادت، هڅې کوو، يو ځاى به بنديخانې ته ځو، د خپلواکۍ لپاره به يو ځاى درېږو، په هغه ورځ به موږ خپلواکه يو او که چېرته امريکا وغواړي يو ستر ملت شي نو دا بايد په حقيقت بدل کړي.”

څلور لسېزي وروسته د امريکا ملت تاريخ جوړ کړ او افريقايي امريکايي بارک اوباما يې ولسمشرۍ ته وټاکه. که چيرته موږ غور وکړو، نو دا خوب چې ټولنيز هيښ اندو په ذهن کې ځاى ونيوه، په غوره حالاتو کې نه دى رامنځته شوى، بلکې په بدو حالاتو کې رامنځته شوى، چې په هغه مهال کې تورپوستو د رايى ورکولو حق نه درلود.

وروستي مطالب