سپورټ کرکټ

د افغان په شمول هغه نړیوال لوبغاړي چې زرګونه منډي یې کړي، خو شپږیزه یې نه ده وهلې

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

په نړۍ کي کرکټ خورا د پرمختګ په حال کي دی ان اوس چين هم د کرکيټ ملي لوبډله لري او د افغانستان کرکيټ بورډ د تاجکستان سره د کرکيټ په برخه کي مرستي کوي.

د کرکيټ په هره لوبه کي که ټيسټ وي، يو ورځنۍ يا هم شل اووريزي وي حتماً پکښې غټ شاټونه راځي چي کله کله پکښې په يو اوور کي د ۶ شپږيزو ريکارډ هم راځي چي يوښه مثال د افغانستان په غوره ليګ کي د عبدالله مزاري په وړاندي په يو اوور کي د حضرت الله ځاځي له لوري د ۶ شپږيزو ريکارډ دی.

خو د حضرت ځاځي برعکس داسي لوبغاړي هم سته چي په يو ورځينو لوبو کي يې هيڅکله هم شپږيزه نده وهلې ان د ځینو منډي تر ۱۰۰۰ هم اوښتي وي.
دا ليکنه ولولئ، د افغان حشمت شاهدي په ګډون نور نړيوال لوبغاړي هم پدې نوملړ کي سته.

(يو ورځنۍ لوبي)
په يو ورځنيو لوبو يوازي څلور داسي لوبغاړي سته چي په خپل مسلک کي يې شپږيزه نده وهلې او دا ريکارډ يې دځان سره ساتلی دی.

۱ـ منوج پرابهاکر
هندوستاني الراونډر منوج پرابهاکر په ۱۳۰ يو ورځنيو لوبو کي ۱۸۵۸ منډي ترسره کړي، دوې سليزي او ۱۱ نيمه سليزي هم لري، خو هيڅکله يې هم شپږيزه نده وهلې.


نوموړی اوسمهال ۵۵ کلن دی.

۲ـ ډیون ابراهيم (زيمبابوې)
د زيمبابوې ملي لوبډلي پخواني لوبغاړي ډيون ابراهيم په ۸۲ يو ورځنيو لوبو کي ۱۴۴۳ منډي ترسره کړي، يوه سليزه او ۴ نيمه سليزي يې هم وهلي، خو دی هم په شپږيزه وهلو ندی توانيدلی. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۴ څلوريځي وهلي دي.

۳ـ جيوف بايکاوټ (انګلستان)
جيوف بايکاوټ پخوانی انګلينډی کرکيټر دی که څه هم ده په ۳۶ يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۲۸ منډي کړي، يوه سليزه او ۹ نيمه سليزي يې ترسره کړي، خو يوه شپږيزه يې هم نده وهلې.


بايکوټ په يو ورځنيو لوبو کي ۸۴ څلوريځي وهلي دي،او اوسمهال ۷۸ کلن دی.

۴ـ حشمت الله شاهدي (افغانستان)
د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي غوره تخنيکي لوبغاړی حشمت الله شاهدي چي اوسمهال يې د کرکيټ څخه نړۍ متاثره ده، نوموړي هم په يو ورځنيو لوبو کي ۶۷۵ منډي کړي خو هيڅ شپږيزه يې نده وهلې.


حشمت شاهدي د اوسني وخت يوازينی توپوهونکی دی چي په ۲۵ لوبو کي يې ۶۷۵ منډي ترسره کړي،پنځه نيمه سليزه يې وهلي، خو شپږيزه يې نه ده ترسره کړې.
۲۴ کلن شاهدي په يو ورځنيو لوبو کي ۵۲ څلوريځي وهلي او ترټولو لوړي منډي يې ۹۷ دي.

(ټيسټ لوبي)
په ټيسټ کي هم داسي توپوهونکي سته چي په خپل مسلک کي يې تر ۱۰۰۰ ډيري منډي ترسره کړي خو سليزه يې نده وهلې.
۱ـ جانتن ټروټ (انګلستان)
انګلستاني جانتن ټروټ که څه هم د ټيسټ په ۵۲ لوبو کي ۳۸۳۵ منډي کړي،۹ سليزي او او ۱۹ نيمه سليزي يې ترسره کړي، خو حد اقل يوه شپږيزه يې هم نده وهلې.


۳۷ کلن ټورټ په ټيسټ کي ۴۵۱ څلوريځي وهلي او ۴۵۱ يې لوړي منډي دي.

هندوستاني ويجی مانجريکر په ۵۵ ټيسټ لوبو کي ۳۲۰۸ منډي ترسره کړي، ۷ سليزي او ۱۵ نيمه سليزي لري، خو دی هم ندی توانيدلی چي شپږيزه ووهي.

د ويجي لوړي منډي ۱۸۹ دي،او اوسمهال د ۵۲ کلونو په عمر دی.

۳ـ ګلين ټرنر(نيوزلينډ)
ګلين ټرنر نيوزلينډی لوبغاړی دی،نوموړي په ۴۱ ټيسټ لوبو کي ۲۹۹۱ منډي کړي، ۷ سليزي او ۱۴ نيمه سليزي لري، خو هيڅکله يې شپږيزه نده وهلې.


د ګلين ترټولو لوړي منډي ۲۵۹ دي او اسمهال د ۷۱ کلونو په عمر دی.

(شل اووريزي لوبي)
اشيش بګای (کاناډا)
په شل اووريزو لوبو کي دغه ريکارډ بيا يوازي د کاناډا د پخواني لوبډلمشر او وکيټ ساتونکي اشيش بګای سره دی.
اشيش په ۹ شل اووريزو لوبو کي ۲۸۴ منډي ترسره کړي، دوې نيمه سليزي لري خو هيڅ شپيږيزه يې نده وهلې.


د نوموړي ترټولو ډيري منډي ۶۷ دي،او په شل اووريزو لوبو کي يې ۲۷ څلوريځي وهلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.