اپریل 13, 2021

بټلر: لوبډله مو داسې جوړه شوې چې هر یو خپل مسوولیت اخلو

Advertisements

د انګلستان هیټر توپوهونکی، چې اوسمهال یې د افریقا پر وړاندې اوپننګ وکړ، وایي کله چې انګلستان په شل اوریزو لوبو کې کومه موخه لري، چې د لوړې درجې ساتل دي، نه محدودېږي.
جاس بټلر وایي، چې د انګلستان لوبډله داسې جوړه شوې، چې پنځلس سره لوبغاړي یې کولای شي، په ښه ډول خپله ذمه واري واخلي او مقابله لوبډله ماته کړي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې تېره شپه یې د افریقا کرکټ لوبډله په درېیمه شل اوریزه لوبه کې په ۹ وېکټو ماته کړه او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې انګلستان وګټله.

د بټلر او ملن ریکارډي ملګرتیا


د انګلستان ون ډاون او بل اوپنر توپوهونکي د کرکټ په نړۍ کې په شل اوریزو لوبو کې په دویمه وېکټ اوږده ملګرتیا وکړه.
دواړو لوبغاړو په دویمه وېکټ په ۹۰ توپونو ۱۶۷ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه او دواړه ناټ اوټ له لوبغالي ووتل.
په دې لوبه کې دواړو ۱۵ څلوریزې او ۹ شپږیزې وهلې وې.
له دې وړاندې په شل اوریزو لوبو کې په دویمه وېکټ پاکستاني احمد شهزاد او محمد حفیظ ۱۴۳ منډې ملګرتیا کړې وه او دواړه ناټ اوټ وتلي وو.
ویرات کولي او روهېټ شرما په دویمه وېکټ ۱۳۸ منډې ملګرتیا کړې وه او تمیم اقبال او محمد الله ۱۳۲ منډې ملګرتیا د بنګله دېش لپاره کړې وه.

د افریقا او انګلستان درېیمه لوبه

افریقا د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، یادې لوبډلې په شل اورونوکې د ۳ وېکټو په نقصان سره د رسي ونډر ډوسېن د ۷۴ ناسوځېدلو او د فاف ډوپلیسي د ۵۲ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۱ منډې وکړې.
د انګلستان کرکټ لوبډلې هدف په ۱۷ اعشاریه ۴ اورونوکې د جېسن رای د ۱۶ سوځېدلو منډو، د جاس بټلر د ۷۴ ناسوځېدلو او د ډېوېډ مېلن د ۹۷ ناسوځېدلو منډو پرمټ پوره کړ او سویلي افریقا ته یې په ۹ وېکټو او ۱۴ توپونو ماته ورکړه.
د لوبې او ټول سیریز غوره لوبغاړی ډېوېډ مېلن وپېژندل شو.

د انګلستان پیاوړې شل اوریزه لوبډله

د انګلستان کرکټ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړۍ ده او د دوی ون ډاون توپوهونکی ډېوېډملن هم لومړی نمبر توپوهونکی دی.
جسن رای د نړۍ یو غوره اوپنر دی، جاس بټلر تېز هیټر او فېنېشر دی، ډېوېډملن د شل اوریزو لوبو لومړی توپوهونکی دی، جاني بېرسټو زوړو او چټک توپوهونکی دی، بېن سټوکس د نړۍ له غوره الراونډرانو څخه دی، مورګن د لوبغاړو په منځ کې بااخلاقه او ښه هیټر توپوهونکی دی، سام کورن پیاوړی او ځیرک توپ اچوونکی او ورسره توپ وهونکی دی، کرېس جورډن غوره یارکرې غورځوي، ټام کورن هم توپ اچونه او هم یې توپوهنه په زړه پورې ده، جوفرا ارچر د نړۍ په بالرانو کې د لوړ قد څښتن او له سرعت څخه برخمن دی، عادل رشید غوره لیګ برېک بالر دی، معین علي ښه الراونډر دی، سام بلېینګز د شل اوریزو لوبو ښه توپوهونکی دی، ریس ټاپلي ښه د سوېنګ توپ اچونې بالر دی او مارک ووډ هم چټک توپ اچوونکی دی.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ