مارچ 4, 2021

بریالۍ کورنۍ؛ په ورځ کې یو ساعت وخت مو خپلې کورنۍ ته ځانګړې کړئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

له بریالۍ کورنۍ څخه مو موخه هغه کورنۍ ده چې هر یو غړی یې د يوه ستوري په شان وځلېږي. ټول له خپلو موهبت، مهارت او استعدادنو څخه ګټه پورته کوي او له خپل وضعیت او موقعیت څخه راضي دي. د هغوی ژوند له خوښیو، امیدونو، شوقونو او انرژي څخه ډک وي. دوی په کورنۍ کې احترام کېږي او د ښه شخصیت‌جوړونې لپاره چې هر څه ته اړتیا ولري لاسته یې راوړي.
همدارنګه یوه بریالۍ کورنۍ روغه هم وي چې پکې د هر یوه روغتیا د ټولې کورنۍ د روغتیا لپاره په لومړیتوب کې ځای لري. همدارنګه د دوی ترمنځ متقابله اړیکې موجود دي چې ټوله کورنۍ یو له بل سره نښلوي.
لکه هغه کسان چې غره ته خېژي او یو بل یې په رسیو سره تړلي وي، کله چې یو یې ولړزېږي، نور یې ټینګوي او بېرته یې د تعادل حالت ته راولي. دا پیوستون او متقابلې اړیکې د هغوی د انسجام او یو موټي کېدلو لامل کېږي داسې احساس کوي چې ټول د یوه کل جزء دي.
داسې کسان چې په یوه ځای کې د یوه چت لاندې سره ژوند کوي کورنۍ ورته ویل کېږي او پر یو بل باندې تاثیر اچوي. زه غواړم چې ټوله کورنۍ مې په خپل منځ کې سره رښتینې وي، یو بل خوښ کړي، له خپل ژوند څخه رضایت وښیي او ژوند یې هرګړۍ له خوښیو او هیجان څخه ډک وي او يو آرام ژوند ولري. د دې لپاره چې خپله کورنۍ په دې حالت کې ووینو، باید له خپل ځان څخه یې پيل کړې او خپل ځان یو څه قربان کړې، ممکن چې د ستاسو له نظره یو څه زیاده روي وي، مګر باید لاندې کارونه سرته ورسوئ:

  • په خپله کاري برنامه کې مو له سره کتنه وکړئ او یا هم له ځینې برنامو څخه تیر شئ چې ډېر وخت مو له خپلو اولادو سره تېر کړی. ژوند بېلابېل ابعاد لري او نشي کېدلای چې ټول ژوند د پیسو په لاسته رواړلو کې تېر کړو.
  • د ژوند معموله برنامه مو تغییر کړئ، چې د خپلو اولادونو لپاره ډېر وخت ځانګړی کړئ. مثلاً خپلو اولادو ته مو کیسې ووایي او یا هم په اونۍ کې یو وار ورسره چکر ته ولاړ شي.

–  په ورځ کې یو ساعت وخت مو خپلې کورنۍ ته ځانګړې کړئ ډېری وخت دا کار مو له نورو کارونو څخه ډېر سخت دي، ځکه چې ضرورت دېته پیدا کېږي چې خپلو ورځنیو کاروته مو لومړیتوبونه غوره کړئ.

  • له خپلو اولادونو سره مرسته وکړئ چې ځانته موخې وټاکي او هغه سرته ورسوي، ستاسو بچیان په ژوند کې هدایت او لارښوونې ته اړتیا لري.

اسلام سپېڅلي دین د کورنۍ د ارزښت او سمون په اړه ډېرې لارښوونې کړي که هره مسلمانه کورنۍ په اسلامي لارښوونو عمل وکړي انشاءالله چې د دنیا او آخرت ښیګڼې به د دوی په برخه وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ