د بریالیتوب ۴۹ رازونه

ژباړه: عطامحمد میاخېل

مخکې تر دې چې تصمیم ونیسئ، بریا ته د رسېدو په تګلوري کې مېشت شئ، باید پر دې پوه شئ، چې بریا څه ته وایي؟ هر څوک له بریا څخه توپیري تعریف لري او د نړۍ بریالي کسان، بریا په بل ډول تعریفوي. دا لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ، چې بریا ته د رسېدو په لارو چارو پوه شئ.
بریا دنننۍ خوښي او رضایت دی، له هغو څیزونو څخه، چې غوښتنه یې کوو، ترلاسه کېږي. په حقیقت کې بریا د هغو شرایطو په تجربې سره ترلاسه کېږي، چې تل مو یې هیله لرله.
هر فرد توپیري استعدادونه او پیاوړي ټکي لري، چې هغه له نورو څخه جلا کوي، تر کله چې ونه شو کولای خپل دنننی استعداد وپېژنو، نو وبه نه غوړېږي، باید په دې نړۍ کې هوښیار ځیرک او عقلمند واوسئ، چې له نورو څخه جلا شئ. هوښیار کس هغه څوک دی، چې کمې خبرې او ډېر عمل کوي.
بریالي کسان په سختو او ستونزمنو کارونو کې بریالي کېدای شي. د دې لیکنې په دوام، په ژوند کې بریا ته د رسېدو په ۴۹ لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي.
۱ ـــ خپل ځان لکه څنګه چې یاست، ویې منئ؛
۲ ـــ خپل ځان ته درنښت وکړئ؛
۳ ـــ تل د زده‌کړې په لټه کې و اوسئ، زده کړئ او زده کړئ؛
۴ ـــ زړور و اوسئ؛
۵ ـــ هېڅکله مو کارونه مه ځنډوئ؛
۶ ـــ خپل کارونه په ډېرې ځیرکتیا او دقت سره بررسي کړئ؛
۷ ـــ د هر کار خطرونه وپېژنئ؛
۸ ـــ د خپلو کارونو مهالوېش ولرئ؛
۹ ـــ یو څوک خپله بېلګه وټاکئ؛
۱۰ ـــ په خپل مسلک کې موخې وټاکئ؛
۱۱ ـــ خپل ځان تل بوخت کړئ؛
۱۲ ـــ احساسات او افکار مو کنټرول کړئ؛
۱۳ ـــ خپلو دوستانه اړیکو ته ارزښت ورکړئ؛
۱۴ ـــ خپل ارزښت تل لوړ کړئ؛
۱۵ ـــ خپل ځان مهم وګڼئ؛
۱۶ ـــ خپلو آیډیاوو او نظرونو ته لوړتیا ورکړئ؛
۱۷ ـــ هوسا، آرام او متمرکز واوسئ؛
۱۸ ـــ عملي افکار ولرئ؛
۱۹ ـــ حقیقت درک کړئ؛
۲۰ ـــ منظم واوسئ؛
۲۱ ـــ د سخت کار کولو پرځای، هوښیارانه کار وکړئ؛
۲۲ ـــ خپلې دنننۍ انګېزې پیدا کړئ؛
۲۳ ـــ خپل کمزوري ټکي له منځه یوسئ؛
۲۴ ـــ خپلې ټولې آیډیاوې په موخه‌ییز ډول بیان کړئ؛
۲۵ ـــ خلاق ذهنیت ولرئ؛
۲۶ ـــ متواضع او خاکساره واوسئ؛
۲۷ ـــ خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شئ؛
۲۸ ـــ نه انکار کېدونکې د فکر بڼه ولرئ؛
۲۹ ـــ د تېر په اړه فکر مه کوئ؛
۳۰ ـــ تل هڅه وکړئ؛
۳۱ ـــ د شونې بدې پېښې وړاند وینه وکړئ؛
۳۲ ـــ د خپلو ټولو کارونو لپاره پروګرام جوړ کړئ؛
۳۳ ـــ هېڅکله مه مغروره کېږئ؛
۳۴ ـــ مثبت فکر لرونکی واوسئ؛
۳۵ ـــ ښه رهبر واوسئ؛
۳۶ ـــ خپل روغتیایي وضعیت ته ارزښت ورکړئ؛
۳۷ ـــ رښتینی واوسئ؛
۳۸ ـــ هېڅکله بې دلیله ګیلې او شکایتونه مه کوئ؛
۳۹ ـــ په خپل ځان باندې باور وکړئ؛
۴۰ ـــ په خپل ذهن کې مثبت افکار وروزئ؛
۴۱ ـــ خوبونه ولرئ؛
۴۲ ـــ د خپل ځان لپاره موخې وټاکئ؛
۴۳ ـــ د غوڅ هوډ او ارادې خاوند واوسئ؛
۴۴ ـــ خپلې اړیکې پیاوړې کړئ؛
۴۵ ـــ فرصتونه وڅارئ؛
۴۶ ـــ خپل پیاوړي ټکي وپېژنئ؛
۴۷ ـــ د نورو په پرتله ډېر هوښیار او ډېر معلومات ولرئ؛
۴۸ ـــ توپیري کار ترسره کړئ؛
۴۹ ـــ پر دې ځان پوه کړئ، چې د ژوند په کوم ځای کې ولاړ یاست.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي