ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

که دا دیارلس نښې لرئ، نو ژوند مو د بېځایه تېرېدو په حال کې دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ماشومتوب په دوران کې مو هرومرو په خپل سر کې ډېر خوبونه لرل، تر اوسه مو څومره خوبونه په حقیقت بدل شوي دي؟ ښایي ژوند مو هغه ډول نه وي، چې هیله مو یې لرله او خپل ټول عمر مو بېځایه تېر کړی دی. د دې لیکنې په دوام په دیارلس نښو باندې رڼا اچوو، چې د عمر بېځایه تېرېدل مو څرګندوي.

دا موارد ښکاره کوي، چې ژوند مو بېځایه تېر کړی دی او خپله ترې خبر نه یاست. ډېری داسې کسان شته، چې دا نښې یې په ژوند کې لیدل کېږي، خو نه یې مني، چې خپل عمر یې بېځایه تېر کړی دی.

۱ ـــ په بېځایه کارونو باندې، ډېر زیات وخت لګوئ

ډېر کارونه دي چې په ترسره کولو سره یې، خپل وخت بېځایه تېروئ، لکه کمپیوټري لوبې، په وېبسایټونو ګرځېدل، د طنزي خپرونو ننداره کول، چې یوازې مو بوختوي او داسې نور… دا موارد مو په هماغه شېبه کې بوختوي، خو ګټه نه لري. ښایي غوره وي، چې تر ډېره خپل وخت ته ارزښت ورکړئ او د خپل ژوند په اړه جدي فکر وکړئ.

وړاندیز کوو، بررسي یې کړئ چې خپل ډېر وخت مو په کومو کارونو لګوئ؟ آیا دا کارونه ستاسو لپاره ګټه لري او د ژوند د ښه‌والي سبب مو ګرځي؟ که ځواب نه وي، ورځني کارونه مو وارزوئ او اړین بدلونونه رامنځته کړئ.

۲ ـــ له هر چا او هر څه څخه ګیله او شکایت لرئ

هرومرو په خپل شاوخوا کې له داسې کسانو سره مخامخ شوي یاست، چې تل له هر څه څخه شکایت لري او هر وخت چې تاسو ته رسېږي شکایت کوي، ښایي تاسو هم د دې افرادو برخه و اوسئ، آیا تل له خپل مدیر، ګاونډي، اولادونو، د ژوند شریک او دندې څخه ناراضي یاست؟ که دا ځانګړتیاوې لرئ، نو ټول عمر یوازې له خپل ځان څخه منفي انرژي خپروئ.

منفي فکر کول، د ژوند په ښه‌والي باندې هېڅ اغېزه نه لري، یوازې د دې سبب ګرځي، چې په هماغه وضعیت کې پاتې شئ، نو د خپل فکر بڼې ته بدلون ورکړئ او د پټکو او ډونګېدلو پرځای، د خپلې خوښې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ.

۳ ـــ ذهن مو فعال او د ودې په حال کې نه دی

داسې کسان شته، چې د خپلې ودې او پرمختګ لپاره هېڅ کار نه ترسره کوي او د نویو څیزونو په زده‌کړې پسې هم نه ځي، هغوی د بې حرکته پاڼې په څېر دي، چې همداسې بې خوځښته پاتې دي. که ونه شئ کولای، چې ذهن مو فعال وساتئ او نوي بحثونو زده کړئ، ژوند مو د ګل د نا غوړېدل شوې غوټۍ په څېر تړل کېږي.

په دې باندې پوه شئ، چې د ژوند مثبتې ننګونې مو، د ذهن د لمنې د پراختیا سبب ګرځي او نباید فکر مو محدود کړي.

۴ ـــ له ځان سره منفي خبرې کوئ

باید پوه شئ هغه خبرې چې له خپل ځان سره یې زمزمه کوئ، کولای شي ژوند ته مو بدلون ورکړي یا برعکس راتلونکې مو تباه کړي. د فورډ موټرجوړونې شرکت مدیر هِنري فورډ وایي: “څه په دې فکر کې و اوسئ چې کولای شئ او څه په دې فکر و اوسئ، چې نه شئ کولای… په دواړو حالاتو کې په حقه یاست.

که له خپل ځان سره فکر وکړئ، چې د ترفیع اخیستلو لپاره کافي وړتیا نه لرئ یا نه شئ کولای چې نوی کارو بار پیل کړئ، نو په ډاډه سره ویلی شم، چې هماغه څه به شئ، چې ځان ته مو تلقین کړی دی.

په خپل ذهن کې چې په هره خبره باندې مرور وکړئ، د ژوند په واقعیت باندې مو بدلېږي، نو په هغو خبرو باندې ډېر زیات تمرکز وکړئ، چې خپل ځان ته یې کوئ، ځکه له یوې مودې وروسته، دې ته متوجه کېږئ، چې ژوند مو دقیقاً هماغه څه دی، چې په فکر کې مو تېرېږي.

۵ ـــ په ژوند کې هېڅ انګېزه نه لرئ

د کومو کارونو د ترسره کولو لپاره شور او لېوالتیا لرئ؟ هرمرو ستاسو په شاوخوا کې هم داسې کسان شته، چې د هېڅ کار لپاره لېوالتیا نه لري، خو داسې یو څه امکان نه لري.

هرومرو داسې یو کار شته، چې له ترسره کولو څخه یې خوند واخلئ، باید وکولای شئ هغه کار، چې ستاسو د هیجان او لېوالتیا سبب ګرځي، پیدا کړئ او د هغه لپاره ډېر وخت په پام کې ونیسئ.

۶ ـــ د راتلونکې لپاره هېڅ پروګرام نه لرئ

ډېره ښه ده چې تل په اوس کې ژوند وکړئ، خو کله وخت اړتیا ده، چې راتلونکې ته سترګې په لار و اوسئ او وګورئ چې چېرته رسېږئ. هغه کسان چې هېڅ موخه او پروګرام نه لري، په سمندر کې د هغې بې موخې بیړۍ په څېر دي، چې هیله لري په پای کې یوه ښه ځای ته ورسېږي.

د ژوندکولو دا بڼه هېڅ ښه نه ده، باید خپلې د پام وړ موخې ته د رسېدو لپاره، ګام په ګام مخ پر وړاندې لاړ شئ، دقیقاً د GPS په څېر، چې مرسته کوي خپلې د پام وړ موخې ته ورسېږئ، نو خپل دنننی جي پي ایس پیدا کړئ، چې په سم تګلوري کې مېشت شئ.

۷ ـــ له هغه چا سره خبرې او خواله کوئ، چې ستاسو له فردي ودې سره هېڅ مرسته نه کوي

ښایي له هغو کسانو سره اړیکه ولرئ، چې اجازه نه ورکوي شخصیت مو وده وکړي، دا چلند د دې سبب ګرځي، چې ځای پرځای ودرېږئ او له پرمختګ څخه پاتې شئ.

دوستان مو منفي انرژي لري او اجازه نه ورکوي، چې کوم مثبت څیز درته پاتې شي، نو باید له وده کوونکو افرادو سره خبرې او خواله وکړئ، هغه کسان چې له هغوی سره اړیکه به ستاسو د پرمختګ سبب شي.

۸ ـــ  تل ګرځنده ټیلیفون په لاس کې لرئ

ډېری کسان تل موبایل په لاس کې لري. ګرځنده ټیلیفون ډېر زیات بوختونکی دی، خو باید په دې اړه فکر وکړئ، چې د دې وسیلې په لاس کې لرلو له امله مو څومره وخت بېځایه تېرېږي، پر دې سربېره په موبایل باندې روږدتیا مو په اړیکو باندې بده اغېزه کوي، هغه کسان چې په ګرځنده ټیلیفون باندې روږدي شوي دي، د خوړو خوړلو پرمهال هم د خپل ژوند له شریک او اولادونو سره د خبرو کولو او پیغام لېږلو او په وېبسایټونو باندې په ګرځېدلو باندې بوخت دي.

که تل په خپل لاس کې موبایل لرئ، نو باید پوه شئ، هغه ارزښتمن وخت چې کولای شئ له خپلې کورنۍ یا دوستانو سره یې تېر کړئ او یا هم د خپلې راتلونکې لپاره پروګرام جوړ کړئ، بېځایه تېروئ.

۹ ـــ د بې ځایه څیزونو لپاره لګښت کوئ

د هغو څیزونو ترمنځ چې زړه مو غواړي وې لرو، له اړتیاوو سره مو توپیر لري. نن دا توپیر پیکه شوی دی. زموږ په شاوخو کې ډېر زیات کسان شته چې نه شي کولای خپل پورونه ادا کړي، خو بیا هم د لوړ بیه څیزونو په اخیستلو پسې ځي، که د نااړینو څیزونو له اخیستلو څخه لاس واخلئ، نو وینئ، چې ډېر کم موارد دي، چې واقعاً ورته اړتیا لرئ.

باید وګورئ، چې پیسې مو د کومو څیزونو د اخیستلو لپاره مصرفوئ، چې که اړینه وي د خپلو لګښتونو په ډول باندې له سره کتنه وکړئ؛ ښایي په راتلونکې کې وکولای شئ له خپل پس انداز څخه پانګونه وکړئ.

۱۰ ـــ په کافي اندازه نه ویده کېږئ

کافي خوب د افرادو په روغتیا باندې ډېره زیاته اغېزه لري، کولای شو ډېر ساعتونه د خوب د ارزښت په اړه خبرې وکړو، که د ډېرې بوختیا له امله کافي خوب نه لرئ یا داسې عادت لرئ، چې تر سهاره ویښ پاتې شئ، نو وړاندیز کوو، چې د بې خوبۍ له ناسم عادت څخه لاس واخلئ، چې روغتیا مو ګواښي.

۱۱ ـــ په خپلې روغتیا باندې پام نه کوئ

د روغتیا لپاره بدن کافي خوب، سالمې تغذیې او منظم ورزش ته اړتیا لري، د تغذیې او ورزش اغېزې څخه خبر و اوسئ، خو باید ټینګار وکړو، چې سالم خوړنیز پروګرام او کافي خوځښت (تحرک)، د وزن د کمښت سبب هم کېږي.

مناسبه تغذیه او دومداره ورزش د بدن په عمومي روغتیا او ذهني لید باندې مو اغېزه کوي، نو خپل خوړنیز پروګرام او د خوځښت کچې ته مو پام وکړئ، چې وګورئ چې همدا کوچني بدلونونه به څنګه ستاسو د ژوند کیفیت ښه کړي.

۱۲ ـــ نه غواړئ، چې له خپلې خوندي او هوسا سیمې څخه بهر شئ

د هوساینې په سیمه کې ژوند کول آسانه کار دی. ښایي څو ځله یوه رسټورانټ ته لاړ شئ او تل هماغه تکراري خواړه وازمایئ، یوازې د دې لپاره له خپل همېشنۍ ټاکنې څخه راضي یاست، خو موخه مو له دې چې له خپلې خوندي او هوسا سیمې څخه بهر شئ بل څه ده. کله وخت اړینه ده، چې د ژوند د ښه کولو په لاره کې خطر ومنئ.

ښایي خطر منل مو په ماتې باندې پای ته ورسېږي، خو کله چې شمېرل شوی خطر منئ، یانې ټول اړخونه په پام کې نیسئ او یوه معقول پروګرام ته لاسرسی پیدا کوئ.

۱۳ ـــ داسې ژوند کوئ، چې خوښ مو نه دی

آیا له خپل ژوند څخه رضایت لرئ او د خوشالۍ احساس کوئ؟ که نه باید ډېرو څیزونو ته بدلون ورکړئ، البته هغه کسان چې د رضایت او خوشالۍ احساس کوي، له خپل ژوند څخه خوند اخلي. ژوند هیجان ته اړتیا لري، نو که په خپل ژوند کې د نېکمرغۍ او خوند احساس نه کوئ، په څو بدلونونو سره کولای شئ ښه حالت ته ورسېږئ.

که په خپل ژوند کې مو دا دیارلس نښې پیدا کړې، باید د بدلون په فکر کې شئ، په لومړي ګام کې باید خپلو افکارو ته بدلون ورکړئ او په خپل ځان باندې باور ولرئ، یانې پوه شئ، چې خپلو موخو ته د رسېدو وړتیا لرئ.

کله وخت همدا افکار د دې مخه نیسي او اجازه نه ورکوي، چې خپل خوبونه په واقعیت باندې بدل کړئ، نو د خپلو افکارو د اصلاح په لاره کې ګام پورته کړئ، چې په ژوند کې مو د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ