بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د بریالیو کار رامنځته کوونکو له مهمو سترو پښېمانیو څخه درس واخلئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

دا چې فکر وکړو بریالي کار رامنځته کوونکي د نړۍ د شتمنو کسانو له ډلې څخه دي، تر ډېره بریده ناسمه خبره ده، ځکه کله چې موږ له شتمنۍ څخه غږېږو، په حقیقت کې قضیو ته له مالي پلوه ګورو، په هغه صورت کې، چې فعالیت د یوه سوداګر یا پلورونکي په توګه پېژندل شوی، په بانک کې د خپلې پانګې په اېښودلو سره توپیر کوي.

د هغو مهمو تصمیمونو له امله، چې یو کار را منځته کوونکی یې باید د خپل کاري عمر په اوږدو ونیسي، تل به په خپل ذهن کې پښېمانتیاوې هم ولري.

په دې مقاله کې په هغو لسو کارونو باندې رڼا اچوو، که یو سوداګر بېرته شا ته را وګرځي، نو په بله بڼه به یې ترسره کړي.

۱ ـــ کاشکې مې ژر پیل کړی وای  

دا د بریالیو کسانو یوه له دودیزو پښېمانیو څخه شمېرل کېږي. د هغو ټولو خوښېده، چې خپلې ځلاندې آیډیاوې ډېر ژر پیدا کړي، نو که په شلمه پېړۍ کې یاست او د یوه کاروبار د پیلولو هوډ لرئ، نو د دې کار لپاره، اوس تر ټولو ښه فرصت دی.

۲ ـــ کاشکې پوهنتون ته نه وای تللی

کابو ټول بریالي سوداګر له خپلو لوړو زده‌کړو څخه پښېمانه دي، د دې چارې دلیل مشخصاً له هغو واحدونو څخه نه ګټه اخیستنه ده، چې په هغه دوره کې یې تېر کړي دي، ځکه که پوهنتون د کار بازار ته د ننوتلو لپاره یوه وسیله وګڼو، نو دې کار رامنځته کوونکو له دې وسیلې څخه کار نه دی اخیستی دی.

۳ ـــ له خپلې بېړې لرلو څخه پښېمانه یم

تر ډېره د خپل کاروبار لپاره د بریا او شتمني غوښتل یو ډېر ساده او آسانه کار دی، خو د یوه کار په پیل کې د صبر لرل، د یوې سوداګرۍ د ماتو د شمېر او شدت د راکمېدو سبب ګرځي. چارې په ډېرې آرامۍ سره پرمخ یوسئ؛ یو مخیزې بریاوې به دوام ونه کړي.

۴ ـــ له نورو سره د مناسبې اړیکې د نه لرلو له امله پښېماني

که ونه شئ کولای، د یوه برڼد په وسیله له خپلو مشتریانو سره ګټوره اړیکه ټینګه کړئ، نو هرومرو به په راتلونکې کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ. له خلکو سره د پیاوړې اړیکې لرل، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو له مشتریانو او همکارانو څخه تشکیل شوې یوه ځواکمنه اډه ولرئ.

۵ ـــ د یوه با کیفیته ټولنیز ژوند نه لرل

که کاري چاپېریال مو ډېر سوړ او بې روحه وي، نو ستاسو په شرکت به د هڅې او پرمختګ لپاره اړینه انرژي او انګېزه تل پاتې نه شي. ټول هغه افراد، چې په دې برخه کې یې لټي کړې ده، له خپل غفلت څخه ناخوښه او ناراضي دي، له نن څخه وروسته، له نورو سره د یوه دوستانه تعامل په لټه کې واوسئ.

۶ ـــ له کورنۍ څخه غافل کېدل

کورنۍ مو تل باید په لومړیتوب کې وي. که د هغوی لپاره په کافي اندازه وخت په پام کې ونه نیسئ، له تاسو څخه لرې کېږي او دا سوړ والی به ستاسو په کار باندې هم بده اغېزه وکړي.

۷ ـــ له بریده زیات کار او نورو ته نه پاملرنه

دا چې له بریده زیات خپل کارو بار ته پاملرنه وکړئ، نو په نا غوښتل شوې بڼه د دې سبب ګرځئ، ترڅو له ژونده خوند وانخلئ او د نویو ملګرتیاوو د رامنځته کېدو لپاره وخت ونه لرئ. شک مه کوئ، چې له دې وروسته به د خپل ژوند له تګلارې څخه پښېمانه شئ، نو له همدا ننه خپلې شاوخوا نړۍ ته مُسکا وکړئ.

۸ ـــ له ماشومانو سره نا کافي اړیکه

ډېری بریالي کسان په غونډو او ناستو کې دومره بوخت دي، چې د خپلو ماشومانو لپاره وخت نه لري. دا چاره د کورنۍ  سلامتیا او د هغوی روحیې ته زیان رسوي. ماشومان ستاسو له لوري مینې ته اړتیا لري.

۹ ـــ له پېرېدونکو څخه د نظر نه غوښتل

دا تېروتنه کولای شي، چې پېرېدونکي دې ته اړ کړي، چې ستاسو له شرکت څخه مخ واړوي. که د خپلو محصولاتو او خدماتو په اړه له پېرېدونکو څخه پوښتنې ونه کړئ، نو هغو به په ډېرې آسانۍ سره د نورو ټاکنو په لور لاړ شي.

۱۰ ـــ په شرکت کې د یوه مثبت فرهنګ نه رامنځته کول  

د دې لپاره، چې د ننني بازار د بریا په لوړه او ژوره لاره کې، یو کار په ښه توګه پرمخ یوسئ، اړتیا لرئ، ترڅو په خپله سوداګرۍ کې یوه مثبته او قوي ټیمي روحیه رامنځته کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ